کورپاڼه / خپلواک / د محمد نبي لوبډله په دريمه لوبه کې هم بريالۍ شوه
محمد نبي

د محمد نبي لوبډله په دريمه لوبه کې هم بريالۍ شوه

خپلواک وېبپاڼه (٣١ دسمبر ٢٠١٩): محمد نبي په نننۍ لوبه کې په توپوهنه کې ١٦ منډې او په توپ اچونه کې ١ ويکټ ترلاسه کړه، همدا راز د هغه لوبډلې رنګپور رېنجرز لوبډلې په بنګله دېش تجارتي ليګ کې دريمه لوبه هم په خپل نوم کړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ٢٨مه لوبه د رنګپور رېنجرز او راج شاهي رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه راج شاهي رايلز لوبډلې وګټله او لومړى يې د رنګپور رېنجرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

رنګپور رېنجرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې محمد نايم ٥٥، کېمرون ډيلپورټ ٣١، ليوس ګريګوري ٢٨، جهر الاسلام ١٩ ناسوځېدلې او محمد نبي ١٦ منډې وکړې.

د راج شاهي رايلز له لوري محمد عرفان او عفيف حسېن ٢-٢، کامرل اسلام ربي او فرهاد رضا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٨٣ منډو هدف په تعقيب کې د راج شاهي رايلز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٥ منډې وکړې او په ٤٧ منډو يې له رنګپور رېنجرز لوبډلې څخه ماتې وخوړه. د دوى له لوري الوک کپالي ٣١، روي بوپارا ٢٨، ناهيد اسلام ١٩ او لوبډلمشر انډري رسل ١٧ منډې وکړې.

د رنګپور رېنجرز له لوري تسکين احمد ٤، ليوس ګريګوري ٢ او محمد نبي ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ليوس ګريګوري ترلاسه کړه چې ٢٨ منډې يې کړې وې او همدا راز ٢ لوبغاړي يې وسوځول، چې د رنګپور رېنجرز لوبډلې په بريا کې يې ښه رول ترسره کړ.

د نننۍ بريا سره رنګپور رېنجرز لوبډلې په ٨ لوبو کې ٣ لوبو کې بريا خپله کړه، همدا راز راج شاهي رايلز بيا په ٨ لوبو کې په ٥ لوبو کې بريا خپله کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …