کورپاڼه / خپلواک / ٢٠١٩ کال کې د افغانستان مخکښ لوبغاړي
راشد خان، ګلبدين نايب، حضرت الله ځاځى او رحمت شاه

٢٠١٩ کال کې د افغانستان مخکښ لوبغاړي

خپلواک وېبپاڼه (٣١ دسمبر ٢٠١٩): د ٢٠١٩ کال وروستۍ شېبې دي او لږ ساعت کې به ٢٠٢٠ کال پيل شي، د ٢٠٢٠ کال د پيلېدو نه مخکې درسره د هغه افغانانو په اړه معلومات شريکوو، چې په ٢٠١٩ کال کې يې د افغان لوبډلې لپاره ښې لوبې ترسره کړي دي.

په دغه ليسټ کې څلور افغان لوبغاړي چې په توپوهنه او توپ اچونه کې ځلېدلي دي، په هغوى کې رحمت شاه، حضرت الله ځاځى، ګلبدين نايب او راشد خان شامل دي.

په ٢٠١٩ کال کې رحمت شاه په ټېسټ سياليو او يو ورځنيو سياليو کې تر نورو ډېرې منډې کړي دي. هغه په ټېسټ سياليو کې ٢٨٠ منډې ترلاسه کړي او په يوه پاڼۍ کې يې بيا زياتې منډې ١٠٢ دي، هغه لومړنى افغان توپوهونکى دى چې په ټېسټ سياليو کې يې سليزه وهلې ده. همدا راز په ٢٠ يو ورځنيو لوبو کې نوموړي د ٣٢.٣٠ په اوسط سره ٦٤٦ منډې ترلاسه کړي دي، چې په يوه لوبه کې زياتې منډې يې ١١٣ دي.

حضرت الله ځاځي بيا په شل اوريزو لوبو کې ډېرې منډې ترلاسه کړي دي، هغه په ١٠ شل اوريزو لوبو کې د ٣٨.٣٣ په اوسط سره ٣٤٥ منډې ترلاسه کړي دي چې په يوه لوبه کې يې تر ټولو زياتې ١٦٢ ناسوځېدلې منډې کړي دي، چې دا په شل اوريزو لوبو کې دويمې زياتې منډې هم دي.

راشد خان بيا په ټېسټ او شل اوريزو لوبو کې د افغانستان لپاره ډېرې ويکټې ترلاسه کړي دي. نوموړي په ١٠ شل اوريزو لوبو کې ٢٠ لوبغاړي سوځولي دي، چې په يوه لوبه کې يې غوره توپ اچونه د ٢٧ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځولي دي او همدا راز د ٦.٦١ اقتصادي توپ اچونه يې ترسره کړې ده. نوموړي بيا د ټېسټ په ٣ سياليو کې د ١٥.٧٦ په اوسط سره ٢١ ويکټې ترلاسه کړي دي.

ګلبدين نايب بيا په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو زياتې ويکټې ترلاسه کړي دي. نوموړي ١٦ يو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي او د ٥.٧٢ په ايکانومي سره يې ٢٢ لوبغاړي سوځولي دي چې په يوه لوبه کې يې د ٤٣ منډو په بدل کې ٦ لوبغاړي هم سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …