کورپاڼه / خپلواک / پښتنه سندرغاړې ماجبين قزلباش د زړه حملې روغتون ته رسولې
ماجبين قزلباش

پښتنه سندرغاړې ماجبين قزلباش د زړه حملې روغتون ته رسولې

خپلواک وېبپاڼه (۱ جنوري ۲۰۲۰): د پښتو ژبې نامتو سندرغاړې ماجبين قزلباش باندې بېګاه د زړه حمله راغلې، چې اوس په روغتون کې بستر ده.

د رسنيو د راپورونو په وينا، بېګاه د پښتو ژبې په نامتو سندرغاړې ماجبين قزلباش د زړه حملې راغلې ده، چې په عاجل توګه د پېښور ځايي روغتون ته رسول شوې ده، چې هلته اوس تر درملنې لاندې ده.

ويل کېږي چې د نوموړې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او د ډاکټرانو تر سخت څار لاندې په ای سي يو کې پرته ده. د لېډي ريډنګ روغتون وياند ويلي دي، چې ماجبين قزلباش د زړه تکليف له امله روغتون ته راوړل شوې ده، چې په عاجله توګه يې درملنه روانه ده.

د يادولو ده چې ماجبين قزلباش نامتو پښتنه سندرغاړې ده، چې له لسيزو راهيسې يې د پښتو موسيقۍ خدمت کړی دی او ډېرې داسې سندرې يې ويلي دي، چې اوس يې هم خلک په مينه اوري. هغې نه يوازې دا چې په يوازې ځان سندرې ويلي دي، بلکې د خيال محمد په څېر نورو سندرغاړو سره يې غبرګې سندرې هم ويلي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …