کورپاڼه / خپلواک / افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړيوال جام پر لور ولاړه
U 19 Team to Go South Africa 2019.1.1 4

افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نړيوال جام پر لور ولاړه

خپلواک وېبپاڼه (۱ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان ۱۹ کلنه لوبډله د راتلونکي ۱۹ کلن نړيوال جام ته ګډون په موخه د سويلي افريقا پر لور ولاړه، چې ياد نړيوال جام د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په سويلي افريقا کې پيلېږي او د فبرورۍ تر نهمې نېټې پورې به دوام وکړي.

د لوبډلې تر لېږلو مخکې په کرکټ بورډ کې خبري ناستې ته د کرکټ بورډ اجراييوي مشر لطف الله ستانکزي وويل، چې افغانستان د روان کال د ۱۹ کلنو نړيوال جام ته په مستقيم ډول لاره پیدا کړې ده او د دغه جام لپاره د چمتووالي په  موخه له تېر يو کال راهيسې پر لوبډله  کار روان و او دا دی له پوره تيارۍ برخمنه لوبډله ياد جام ته لېږي.

نوموړي همدا راز وويل، چې د ۲۰۱۸ کال په ۱۹ کلنو نړيوال جام کې افغان لوبډله تر نيمه پايلوبې رسېدلې وه او دا ځل يې هم هيله څرګنده کړه، څو افغان لوبډله ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

اجراييوي رييس وويل: ((د ۱۹ کلنې لوبډلې پر چمتووالي له تېر يوه کال راهيسې کار روان دی، له تېرو ۶ مياشتو راهيسې ۱۹ کلنو ځوانانو ډېر تمرينونه او لوبې ترسره کړې دي، لومړی ۶۰ لوبغاړي غوره شوي وو چې وروسته ۲۵ او بيا ۲۰ غوره لوبغاړي یې له منځه انتخاب شول. په ۱۹ کلنه لوبډله کې هغه لوبغاړي غوره شوي دي چې په شپږيزه او نورو سیاليو کې ښه ځلېدلي او دا دی ابراهیم ځدراڼ هم له لوبډلې سره يو ځای شوی دی، ځکه چې هغه د نړيوالو لوبو تجربه هم لري او لوبډله به ورسره ډېره پياوړې وي.))

هغه وويل چې زموږ لوبډله به دا ځل ډېره مخکې لاړه شي او سترو لوبډلو ته به ماتې ورکړي.

د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي رييس احمدزي هم په خپلو خبرو کې ياده کړه چې تر يو کال راهيسې يې په لوبډله باندې کار روان کړی دی او د ۱۹ کلنو له نړيوال جام به مو لوبډله بېرته ډک لاس راستنه شي.

د ۱۹ کلنو لوبډلې کپتان فرهان زاخېل بيا وويل، چې په اسيا جام کې دوی ښې لوبې کړي دي او همدا راز له سويلي افريقا او هند ۱۹ کلنو لوبډلو سره يې هم ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي دي، چې په ۱۹ کلن نړيوال جام کې هم له بشپړې تيارۍ سره ګډون کوي.

هغه زياته کړه چې دوه کمپونه هم لري، چې يو ورته د کرکټ بورډ له لوري برابر شوی او به د کرکټ نړيوالې شورا له لوري او همدا راز تر ۱۹ کلن نړيوال جام مخکې له سترو لوبډلو سره تمريناتي لوبې هم لري، چې دا به ورته په ۱۹ کلن نړيوال جام کې ډېره ګټه ورسوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …