کورپاڼه / خپلواک / پر زړونو پاچا، د زړه د لاسه ومړ
محمد اصف جلالي

پر زړونو پاچا، د زړه د لاسه ومړ

خپلواک وېبپاڼه (١ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان نوموتی طناز او کمیډین محمد آصف جلالي چې په (کاکا آصف) مشهور و، نن له غرمې وروسته د زړه د یوې زورورې حملې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان د تیاتر ملي ادارې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې تایید کړه، چې ښاغلی آصف جلالي نن له غرمې وروسته د زړه د حملې له امله ومړ. افغان فلم شرکت هم د ښاغلي جلالي د مړینې خبر تایید کړی دی.

آصف جلالي له ډېری تلویزوني شبکو سره کار کاوه، چې تفریحي خپرونې به یې په کې پر مخ بېوې، له دې ډلې یک تلویزون یادولی شو چې ښاغلي جلالي پکې زیاته موده د ((شبخند)) خپرونې پرزنټر و.

ښاغلي جلالي د خپل ژند په اواخرو کې په شخصي تلویزونونو یک، طلوع، خورشید او افغانستان کې تفریحي خپرونې پر مخ بېولې.

مرحوم جلالي د کابل له تخنیکم علمي مرکز څخه فارغ شوی و او له دیارلسو کالونو راهیسې په هنري فعالیتونو بوخت و. هغه په اول ځل د افغانستان ملي راډیو تلویزیون په نندارو کې د تمثیلي پارچو په تمثیلولو پیل وکړ، چې یاد راډیو تلویزیون کې یې اتلس تمثیلي پارچې جوړې کړې وې.

جلالي پر تفریحي خپرونو سربېره د سینما په برخه کې هم کار کاوه، چې اکثر به یې کميډي رول ادا کاوه.

جمهور رییس غني د آصف جلالي پر مړینه خواشیني ښودلې او د هغه مینوالو او د کورنۍ غړو ته یې تسلیت ویلی دی. د ارګ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: (( مرحوم جلالي د وړوـ وړو تمثیلي پارچو په ادا کولو او د هېواد په رسنیو کې کمیډين رول په لوبولو سره د خلکو پر شونډو خندا راوسته او له دې لارې یې د ټولنې اصلاح کوله.))

ډاکټر عبدالله عبدالله هم د اصف جلالي پر مړینه خواشیني ښودلې، د هغه خواخوږو، مینوالو او کورنۍ ته تسلیت ویلی او مرحوم ته یې له لوی خدای نه د مغفرت دعا کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …