کورپاڼه / خپلواک / ظاهر خان ٢ وسوځول، خو لوبډله يې بريالۍ نه شوه
ظاهر خان

ظاهر خان ٢ وسوځول، خو لوبډله يې بريالۍ نه شوه

خپلواک وېبپاڼه (١ جنوري ٢٠٢٠): ورو توپ اچونکي ظاهر خان د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول، خو د هغه د لوبډلې توپوهونکي په توپوهنه کې ناکامه شول او لوبډله يې له ماتې سره مخ شوه.

د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې د پرت سکارچرز او بريسبين هيټ لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه پرت سکارچرز لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

پرت سکارچرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې کېمرون بېنکرافټ ٥٠، جوش انګليس ٢٧ او لوبډلمشر مچل مارش ٢٦ منډې وکړې.

د بريسبين هيټ له لوري ظاهر خان په زړه پورې توپ اچونه ترسره او په ٤ اورونو کې يې ١٨ منډې ورکړې او ٢ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز بين لافين ٢، جوش لالور او بين کټينګ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٥٠ منډو هدف په تعقيب کې د بريسبين هيټ لوبډلې په ١٨.٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٠٩ منډې وکړې او د ٤٠ منډو په توپير يې له پرت سکارچرز لوبډلې څخه ماتې وخوړله. د دوى له لوري ظاهر خان تر ټولو زياتې ١٩ ناسوځېدلې او بين لافين ١٧ منډې وکړې.

د پرت سکارچرز له لوري فواد احمد ٣، اشټون اګر او ميتيو کيلي ٢-٢، جهي ريچارډسن، کريس جورډن او ليام ليوينګسټون ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم فواد احمد ترلاسه کړه، چې د هغه په زړه پورې او خطرناکې توپوهنې پر وړاندې د بريسبين هيټ توپوهونکي ټينګ نه شو او خپلې لوبډلې ته يې بريا ډېره اسانه کړه.

دا د پرت سکارچرز ٥مه لوبه وه چې دويمه بريا يې خپله کړه، همدا راز بريسبين هيټ بيا نن خپله څلورمه لوبه ترسره کړه او په څلور لوبو کې يې يوازې په يوه لوبه کې بريا خپله کړې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …