کورپاڼه / خپلواک / د نبي لوبډلې (رنګپور رېنجرز) شپږمه ماته هم وخوړه
محمد نبي

د نبي لوبډلې (رنګپور رېنجرز) شپږمه ماته هم وخوړه

خپلواک وېبپاڼه (٢ جنوري ٢٠٢٠): بي پي ايل کې د محمد نبي لوبډلې رنګپور رېنجرز نن يوه بله ماته هم وخوړه، چې دا يې په ٩ لوبو کې شپږمه ماته وه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ٢٩مه لوبه نن د راج شاهي رايلز او رنګپور رېنجرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې رنګپور رېنجرز پچه وګټله او لومړى يې د راج شاهي رايلز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

راج شاهي رايلز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې روي بوپاره ٥٠ ناسوځېدلې، لوبډلمشر شعېب ملک ٣٧، عفيف حسېن ٣٢ او عرفان سکر ٢٠ منډې وکړې.

د رنګپور رېنجرز له لوري مستفيظ الرحمان ٢، محمد نبي او عرفات سني ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٨٠ منډو د هدف په تعقيب کې د رنګپور رېنجرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې او په ٣٠ منډو يې ماته وخوړه. د دوى له ډلې فضل محمود ٣٤، ټام ابيل ٢٩، محمد نايم ٢٧ او الامين ١٨ منډې وکړې، همدا راز محمد نبي هم په ٧ توپونو ٥ منډې ترلاسه کړې.

د راج شاهي رايلز له لوري محمد نواز، شعېب ملک او کامرل اسلام ربي ٢-٢ او محمد عرفان ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ښې توپوهنې له امله روي بوپاره ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

د يادولو ده چې دا د رنګپور رېنجرز نهمه لوبه وه، چې شپږمه ماته يې وخوړه او درې لوبې يې بيا ګټلې هم دي، همدا راز راج شاهي رايلز بيا په نهه لوبو کې دا ٦مه بريا خپله کړه او يوازې په ٣ لوبو کې يې ماته خوړلې ده، چې د بنګله دېش تجارتي ليګ سياليو په کتار کې لومړى مقام لري، چې ورپسې په دويم مقام بيا د چټاګرام چېلنجرز لوبډله ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …