کورپاڼه / خپلواک / مجيب الرحمان د نن لوبې غوره ستورى و
مجيب الرحمان

مجيب الرحمان د نن لوبې غوره ستورى و

خپلواک وېبپاڼه (٢ جنوري ٢٠٢٠): د بي پي ايل نننۍ لوبه چې د کوميلا واريرز او سيلهټ تهنډر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، ډېره جالبه لوبه وه، ځکه لوبه سوپر اور ته لاړه او د کوميلا واريرز له لوري مجيب الرحمان او د سيلهټ تهنډر له لوري نوين الحق سوپر اورونه ترسره کړل، چې مجيب خپله لوبډله بريالۍ او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ په ٣٠مه لوبه کې د کوميلا واريرز او سيلهټ تهنډر لوبډلې مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه سيلهټ تهنډر لوبډلې وګټله او لومړى يې د کوميلا واريرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کوميلا واريرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې اوپل تهرانګا ٤٥، ماهيد الاسلام انکون ١٩ ناسوځېدلې، شبير رحمان ١٧ او ډيويډ ويس ١٥ منډې وکړې، همدا راز مجيب الرحمان ٣ منډې ترلاسه کړې.

د سيلهټ تهنډر له لوري عبادت حسېن او شېرفان رودرفورډ ٣-٣، سوهاګ غازي ٢ ويکټې ترلاسه کړې. نوين الحق هم ٤ اورونه ترسره کړل او ٥ منډې يې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د ١٤١ منډو د هدف په تعقيب کې د سيلهټ تهنډر لوبډلې هم په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٠ منډې وکړې، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي شوه. د دوى له لوري سوهاګ غازي ٥٢، منير حسېن ١٦، نوين الحق او شيرفان رودرفورډ ١٥-١٥ منډې ترلاسه کړې.

په توپ اچونه کې بيا مجيب الرحمان تباهي وکړه او په ٤ اورونو کې يې د ١٢ منډو په ورکولو سره ٤ لوبغاړي وسوځول، الامين حسېن ٢، سنظمل اسلام او ډيويډ ويس ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د پايلې ترلاسه کولو لپاره سوپر اور ترسره شو، چې لومړى سيلهټ تهنډر لوبډله توپوهنې ته راووتل او د کوميلا واريرز له لوري مجيب الرحمان توپ اچونه ترسره کړه.

په لومړي توپ باندې فليچر څلوريزه ووهله او په دويم توپ يې ١ منډه ترلاسه کړه، دريم توپ مس شو، څلورم او پنځم باندې هم يوه يوه منډه راغله او شپږم توپ هم بې منډې ترسره شو، په سوپر کې سيلهټ تهنډر لوبډلې ٧ منډې وکړې او د کوميلا واريرز لوبډلې ته يې د ٨ منډو هدف وټاکه.

د کوميلا واريرز له لوري توپوهنې ته ډيويډ ويس او سوميه سرکار راووتل او د سيلهټ تهنډر لوبډلې له لوري توپ اچونې ته نوين الحق راغى.

په لومړي توپ ډيويډ ويس ٢ منډې ترلاسه کړې، په دويم توپ ١ ليګ باى منډه راغله، په دريم توپ نوين الحق د سوميه سرکار ويکټ ترلاسه کړه، په څلورم توپ ډيويډ ويس څلوريزه ووهله او په پنځم توپ ١ منډه ترلاسه او په لوبه کې يې بريا خپله کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مجيب الرحمان ته ورکړل شوه، چې نن يې خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …