کورپاڼه / خپلواک / په نوي کال کې د هندي سينما د لويو ستورو راتلونکي فلمونه
هندي فلمونه

په نوي کال کې د هندي سينما د لويو ستورو راتلونکي فلمونه

خپلواک وېبپاڼه (٣ جنوري ٢٠٢٠): په هندي سينما کې ٢٠١٩ کال د ډېرو فلمونو لپاره يادګاري کال و چې برياوې يې خپلې کړې، همدا راز ٢٠٢٠ کال کې هم ډېره هيله شته چې نوي نندارې ته وړاندې کېدونکي فلمونه به د پېسو له لحاظه ستر ريکارډونه جوړ کړي.

په ٢٠٢٠ کال کې چې د نامتو ستورو کوم فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي، په هغې کې (تاناجي: دي انسنګ وارير، چهپاک، سټرېټ ډانسر ٣ ډي، سوريه ونشي، ٨٣، لکشمي بمب، رادهى، پرتهوي راج او لال سينګ چډها) د يادولو وړ دي. همدا راز په دې کال کې د فلم کتونکو تر څنګ د فلمي کره کتونکو نظر هم په (پنګا، جواني جانيمن، ملنګ، باغي ٣، انګلش مېډيم، ګلابو سيتابو، چهرى، لوډو، قلي نمبر ون، شکنتلا ديوي، ممبۍ ساګا) فلمونو باندې وي، همدا راز (سړک ٢، شمشيرا، بهول بهليا ٢، هنګامه ٢، ګنګو بايي کاټياواړي، مېدان او بچن پانډى) په ګډون نور ډېر فلمونه هم نندارې ته وړاندې شي.

د نوي کال په پيل کې به د جنورۍ په دريمه نېټه (سب کوشل منګل) فلم نندارې ته وړاندې شي، چې په دې فلم کې د پدمني کولاپوري زوى پريانکا شرما او د روي کشن لور ريوا کشن د خپل فلمي ژوند پيل کوي، همدا راز اکشى کهنه هم په دې فلم کې کار کړى دى.

د دې فلم کيسه د هند د بهار مشهورې (پکړوا وواه) په اړه ده. په دغه ډول ودونو کې لومړى هلک تښتول کېږي او بيا هغه کور ته بيول کېږي او هلته ورته له نجلۍ سره واده کوي. همدا راز په دريمه جنورۍ د ډايريکټر رميش سيپي (شمله مرچ) فلم هم نندارې ته وړاندې کېږي، چې هيما ماليني، راکول پريت سينګ او راجکمار راو پکې مهم رولونه لوبولي دي.

د جنورۍ په لسمه بيا د اجي ديوګن (تاناجي: انسنګ وارير) فلم نندارې ته وړاندې کېږي، دغه فلم چې ډايريکټر يې اوم راوت دى، د ١٧مې پېړۍ په کيسه باندې جوړ شوى فلم دى. په دغه فلم کې اجى ديوګن د تاناجي رول لوبولى دى، همدا راز کاجل او سېف علي خان هم پکې مهم رولونه لوبولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …