کورپاڼه / خپلواک / نجيب ٣١ منډې وکړې، خو لوبډله يې بريالۍ نه کړه
نجيب الله ځدراڼ

نجيب ٣١ منډې وکړې، خو لوبډله يې بريالۍ نه کړه

خپلواک وېبپاڼه (٣ جنوري ٢٠٢٠): نجيب الله ځدراڼ د بي پي ايل په نننۍ لوبه کې ٣١ منډې وکړې، خو لوبډله يې بريالۍ نه کړاى شوه او په ١٢ منډو يې د ډهاکه پلاټون لوبډلې څخه ماته وخوړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ٣١مه لوبه نن د ډهاکه پلاټون او کهلنا ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه کهلنا ټايګرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د ډهاکه پلاټون لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ډهاکه پلاټون لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې اصف علي ٣٩ ناسوځېدلې، مومن الحق ٣٨، عارف الحق ٣٧ ناسوځېدلې او تميم اقبال ٢٥ منډې وکړې.

د کهلنا ټايګرز له لوري محمد عامر ٢، شفيع الاسلام او امين الاسلام ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٧٣ منډو د هدف په تعقيب د کهلنا ټايګرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٠ منډې وکړې او په ١٢ منډو يې د ډهاکه پلاټون لوبډلې څخه ماته وخوړه. د دوى له لوري لوبډلمشر مشفيق الرحيم ٦٤، نجيب الله ځدراڼ ٣١ او رېلي روسو ١٨ منډې وکړې.

د ډهاکه پلاټون له لوري حسن محمود په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز مشرفي مرتضى، شاداب خان او تيسارا پريرا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حسن محمود ته ورکړل شوه، چې په ٤ اورونو کې يې ٣٢ منډې ورکړې او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، چې د خپلې لوبډلې په بريا کې يې ستر رول ولوباوه.

د يادولو ده چې د نننۍ لوبې په بريا سره ډهاکه پلاټون په ٩ لوبو کې ٦ لوبو کې بريا خپله کړه چې د ١٢ امتيازونو سره تر ټولو مخکښه لوبډله شوه. په دويم او دريم مقام بيا د راج شاهي رايلز او چټاګرام چېلنجرز لوبډلې دي، چې دواړه ١٢-١٢ امتيازونه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …