کورپاڼه / خپلواک / نن بيګ باش کې د قېس او ظاهر لوبډلې مخامخ شوې
ظاهر خان او قېس احمد

نن بيګ باش کې د قېس او ظاهر لوبډلې مخامخ شوې

خپلواک وېبپاڼه (٣ جنوري ٢٠٢٠): نن د بيګ باش په سيالۍ کې د قېس احمد او ظاهر خان لوبډلې سره مخامخ شوې، چې دواړو ١-١ ويکټ ترلاسه کړه او په پاى کې د ظاهر خان لوبډلې بريا خپله کړه.

د بيګ باش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې د بريسبين هيټ او هوبارټ هوريکنز لوبډلې سره مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه هوبارټ هوريکنز لوبډلې وګټله او لومړى يې د بريسبين هيټ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

بريسبين هيټ په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر کريس لين ٨٨ ناسوځېدلې، مېکس بريانټ ٦٥ او مټ رينشاو ٣٠ منډې وکړې.

د هوبارټ هوريکنز له لوري قېس احمد، ډارسي شارټ او رېلي ميريډټ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢١٣ منډو د هدف په تعقيب کې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٨١ منډې وکړې، چې د ٣١ منډو په توپير يې له بريسبين هيټ لوبډلې څخه ماته وخوړه. د دوى له ډلې جارج بېلي ٢٨، کليو روز کالب جيول ٢٧-٢٧، ډارسي شارټ ٢٥، لوبډلمشر بين مک ډيرموټ او ډيويډ ملر ٢٣-٢٣ منډې وکړې، همدا راز قېس احمد هم ١١ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د بريسبين هيټ له لوري مارک سټيکيټ او جېک پريستويج ٢-٢، بين کټينګ، بين لافلين، ظاهر خان، مټ رينشاو او جوش للور ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کريس لين ترلاسه کړه، چې د ٨٨ منډو ناسوځېدلې او په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …