کورپاڼه / خپلواک / د حريم شاه پلار په سرو سترګو وژړل
حريم شاه

د حريم شاه پلار په سرو سترګو وژړل

خپلواک وېبپاڼه (٣ جنوري ٢٠٢٠): د پاکستان د ټک ټاک بېباکه ستورې حريم شاه پلار ضرار حسېن شاه يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ښکته پورته کېږي، چې هغه په دغه ويډيو کې ژاړي او د خپلې لور د ويډيوګانو له امله له خلکو نه بخښنه غواړي، هغه وايي که د لور په ويډيوګانو يې هر چا ته خپګان رسېدلى وي، هغه ترې بخښنه غواړي.

حريم شاه چې يوه پاکستانۍ ټک ټاک کارونکې ده، له تېرو شاوخوا دوه مياشتو راهيسې يې په پاکستاني سياست کې سخت جنجال راپورته کړى دى، له پاکستاني سياستوالو سره د هغې خپرې شوو ويډيوګانو ډېر جنجالونه هم راپورته کړي دي.

د حريم شاه ځينې داسې ويډيوګانې هم خپرې شوې دي، چې هغې پکې د پاکستان د لومړي وزير نه نيولې، بيا د ډېرو چارواکو په اړه ويلي دي چې د ټولو شخصي ويډيوګانې ورسره دي او که اړتيا پېښه شوه نو له خلکو سره به يې شريکې کړي.

بل لوري ته د حريم شاه پلار چې په ټولنيزو رسنيو کې يې يوه ويډيو خپره شوې ده، هغه وايي، چې د خپلې لور لپاره يې چې هر څه کولاى شول، هغه يې کړي دي، خو لور يې دى خپه کړى دى.

ضرار حسېن شاه وايي، چې لور ته يې هر ډول ديني زده کړې ورکړي دي او هغې له يوې نوموتې مدرسې څخه د عالمې کورس هم کړى دى، خو نه پوهېږي چې څنګه دې حالت ته رسېدلې، چې په پاکستاني سياست کې يې بد حال راخيستى دى.

حريم شاه او ضرار حسېن شاه

هغه وايي، چې د لور له لامله يې د پاکستان نوم بدنامېږي، ځکه د ډېرى چارواکو ويډيوګانې ورسره دي او هغه په دې فکر کې دى چې د پاکستان نوم ته نور تاوان ونه رسوي.

هغه دا هم وايي، چې د لور خپل نوم يې حريم شاه نه بلکې فضه حسېن دى او له پروردګار نه غوښتنه کوي، چې لور ته يې هدايت وکړي، تر څو له حريم شاه نه بېرته فضه حسېن شي.

بل لوري ته بيا حريم شاه د پاکستان پرېښودو خبره کړې ده او وايي چې کاناډا ته ځي، همدا راز هغې د خپلې کورنۍ لپاره د امنيت غوښتنه هم کړې ده.

تېره ورځ حريم شاه په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې پاکستان د ښځو لپاره خوندي هېواد نه دى او ښځې په دغه هېواد کې ازاد ژوند نه شي کولاى.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …