کورپاڼه / خپلواک / د هندي کرکټر محمد شمي د نيولو امر شوى
محمد شمي

د هندي کرکټر محمد شمي د نيولو امر شوى

خپلواک وېبپاڼه (٢ سپتمبر ٢٠١٩): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکى په سخت مشکل کې راګېر شوى دى او تازه د هند يوې محکمې د هغه د نيولو امر کړى دى. محکمې ويلي دي، چې په ١٥ ورځو کې دننه دې محمد شمي محکمې ته وړاندې شي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، په محمد شمي باندې د هغې ښځې د قتل تور لګولى دى، چې اوس د هند د کلکتې ښار يوې محکمې د محمد شمي د نيولو امر کړى او ويلي يې دي چې نوموړى دې په ١٥ ورځو کې دننه خپل ځان محکمې ته وړاندې کړي.

د محمد شمي ښځې حسين جهان په هغه تور لګولى و، چې هغه د نورو ښځو سره ناجايزه اړيکې درلودې او د همدې له امله يې هغې ته د قتل دړکې ورکړې وې. حسېن جهان ويلي و، چې د محمد شمي کورنۍ هڅه کړې وه چې د زهرو په مرسته يې ووژني.

د يادولو ده چې په ٢٠١٨ کال کې د محمد شمي ښځې حسين جهان په هغه د وهلو، د تېري، د قتل هڅې او د کورني تاوتريخوالي تورونه ولګول. همدا راز هغې دا هم وويل، چې محمد شمي د مېچ فکسرانو سره اړيکې لري، چې وروسته د هند کرکټ بورډ له څېړنو وروسته دغه خبره رد کړ.محمد شمي او ښځه يې

محمد شمي اوس مهال د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې سره په ويسټ انډيز کې دى، چې هلته په جميکا کې د ويسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې لوبېږي.

خو بل خوا د هند کرکټ بورډ يوه چارواکي رسنيو ته ويلي دي، چې دوى به لومړى د محکمې دغه پرېکړه په خپله ګوري او له هغه وروسته به يو څه پرېکړه وکړي.

ياد چارواکي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې په محمد شمي اوس کوم تور لګېدلى دى، هغه د کورني تاوتريخوالي دى، نو له همدې امله دوى نه غواړي چې د محمد شمي قرارداد لغوه کړي. هغه زياته کړه، چې کله محمد شمي د ويسټ انډيز له دورې بېرته هندوستان ته راستون شي، نو ښه پرېکړه به وکړي، چې څه کول پکار دي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …