کورپاڼه / خپلواک / د محمد نبي لوبډلې ښه لوبه ترسره او تهنډر لوبډلې ته يې ماته ورکړه
محمد نبي ١

د محمد نبي لوبډلې ښه لوبه ترسره او تهنډر لوبډلې ته يې ماته ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٣ جنوري ٢٠٢٠): د بنګله دېش تجارتي ليګ په نننۍ لوبه کې محمد نبي په ١٧ توپونو ٢٣ منډې وکړې او د تېر په څېر يې ١ ويکټ هم ترلاسه کړه، خو لوبډلې يې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او بريالۍ شوه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ٣٢مه لوبه د رنګپور رېنجرز او سيلهټ تهنډر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه سيلهټ تهنډر لوبډلې وګټله او لومړى يې د رنګپور رېنجرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د رنګپور رېنجرز لوبډلې ښه توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٩ منډې ترلاسه کړې. د دوى له ډلې لوبډلمشر شين واټسن ٦٨، محمد نايم ٤٢، کېمرون ډيلپورټ ٢٥ او محمد نبي ٢٣ منډې وکړې.

د سيلهټ تهنډر له لوري عبادت حسېن ٢، کريشمر سنتوکي، شيرفان رودرفورډ او منير حسېن ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٠٠ منډو د هدف په تعقيب کې د سيلهټ تهنډر لوبډلې په ١٩.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې وکړې او د ٣٨ منډو په توپير يې له رنګپور رېنجرز لوبډلې څخه ماته وخوړله. د دوى له لوري شېرفان رودرفورډ ٦٠، محمد ميتون ٣٠ او لوبډلمشر انډري فليچر ١٩ منډې وکړې.

د رنګپور رېنجرز له لوري مستفيظ الرحمان، تسکين احمد او ليوس ګريګوري ٢-٢، محمد نبي او کېمرون ډيلپورټ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

شين واټسن ته په ښې توپوهنې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

نننۍ لوبه د رنګپور رېنجرز لوبډلې لسمه لوبه وه چې څلورمه بريا يې خپله کړه، همدا راز سيلهټ تهنډر بيا په خپله لسمه لوبه کې نهمه ماته وخوړه، تهنډر يوازې په يوه لوبه کې بريا خپله کړې او تر ټولو شاته پاتې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …