کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٥٤ منډې وکړې
مارنوس لابوشاني

اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٥٤ منډې وکړې

خپلواک وېبپاڼه (٤ جنوري ٢٠٢٠): د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ دريمه ټېسټ لوبه پرون د اسټراليا په سډني کې پيل شوې ده، چې اسټراليا نن په دويمه ورځ هم توپوهنه ترسره او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ٤٥٤ منډې وکړې.

د دغه لوبې په پيل کې اسټراليا د لوبې پچه ګټلې وه او لومړى يې توپوهنه غوره کړې وه.

اسټراليا په دويمه ورځ په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٤٥٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې مارنوس لابوشاني ٢١٥، سټيو سميت ٦٣ او ډيويډ وارنر ٤٥ منډې وکړې. د يادولو ده چې دا د مارنوس لابوشاني لومړنۍ غبرګه سليزه ده.

د نيوزيلېنډ له لوري کولين دي ګرېنډهوم او نيل واګنر ٣-٣ او ټوډ اسټل ٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د اسټراليا لومړۍ پاڼۍ پاى ته رسېدو وروسته د نيوزيلېنډ له لوري ټام لاتم او ټام بلنډيل توپوهنې ته راووتل، چې د دويمې ورځې تر پاى پورې بلنډيل ٣٤ ناسوځېدلې او لاتم ٢٦ ناسوځېدلې منډې وکړې، نيوزيلېنډ د کوم لوبغاړي سوځېدو پرته ٦٣ منډې ترلاسه کړي دي چې د دريمې ورځې توپوهنه به يو ځل بيا پيل کړي.

د يادولو ده چې د درې ټېسټ سياليو لوبلړۍ دا وروستۍ لوبه ده، چې تر دې مخکې په لومړۍ او دويمه ټېسټ لوبه کې اسټراليا په ستر توپير له نيوزيلېنډ دواړه لوبې ګټلي دي او همدا راز د ٣ لوبو لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړې ده.

بل لوري ته د انګلستان او سويلي افريقا ترمنځ هم دويمه ټېسټ لوبه روانه ده، چې انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٦٩ منډې کړي دي او سويلي افريقا يې بيا په ځواب کې تر دې دمه پورې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠١ منډې ترلاسه کړي او لا هم توپوهنې ته دوام ورکوي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …