کورپاڼه / هلمندۍ مېرمنې په یوه وار ۵ بچي زېږولي
Qamar Niazi

هلمندۍ مېرمنې په یوه وار ۵ بچي زېږولي

خپلواک وېبپاڼه (٤ جنوري ٢٠٢٠): د افغانستان په هلمند ولایت کې یوې مېرمنې په یوه وار لنګون سره پنځه بچي زېږولي دي. د دغو پنځو نوزېږدو له ډلې څلور نجونې او یو هلک دی.

د ښځو په چارو کې د هلمند ولایت د والي سلاکاره قمر نیازۍ د دغې ماشومانو لیدنې ته ورغلې وه. هغې له بي بي سي سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د لشکرګاه د بست روغتون ډاکټرانو د نوموړو پنځو ماشومانو او د هغوی د مور روغتیايي حالت ډاډمن بللی دی.

د قمر نیازۍ په وینا، د دغو ماشومانو زېږون له وخته مخکې او د امېندوارۍ په اوومه مياشت شوی دی، چې دا مهال د لشکرګاه په بست روغتون کې د ډاکټرانو د ځانګړې پاملرنې څانګه کې ساتل کېږي.

د نوموړې په خبره، د پنځو نوزېږدو ماشومانو مور له ولادته مخکې هیڅ ډول روغتیايي معاینات نه دي ترسره کړي او په دې هم نه وه خبره چې په بطن کې یې پنځه ماشومان دي.

د دغې مېرمنې له دې ولادته مخکې هم دوه جوړه بچیان پیدا شوي وو، چې یو یې هلک او بله جینۍ وه.

د بست روغتون ډاکټران وايي، چې د دغو پنځو ماشومانو د زېږون نه مخکې هم په دغه روغتون کې دوه، درې او څلور ماشومان په يوځای پیدا شوي دي.

د دغو پنځو ماشومانو پلار د هلمند په مرکز لشکرګاه کې ژوند کوي او د بزګرۍ په چارو بوخت دی.

د هلمند ولایت ډاکټران وايي، چې که په دغه ولایت کې ورته د طبابت عصري وسایل او امکانات نور هم زیات شي او د دوی په واک کې ورکړل شي نو د ډېرو هلمندۍ ميندو او د هغوی د ماشومانو ژوند به د روغتیا له بابته ډاډمن کړي.

د بست روغتون ډاکټران بیا وايي، اوس هم ډېری هلمندۍ مېرمنې د لنګون پر وخت روغتونونو ته نه وړل کېږي، چې له دې امله د ځینو هلمندۍ مېرمنو یا د هغوی د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

سکاټلینډ لومړنی هیواد شو چې ښځو ته د حیض پر مهال د اړتیا وړ توکي وړیا ورکوي

د سکاټلیند پارلمان ویلي چې د ټول هیواد ښځو ته دې د حیض پر مهال …