کورپاڼه / خپلواک / عرفان پټان له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه
عرفان پټان

عرفان پټان له نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه

خپلواک وېبپاڼه (٤ جنوري ٢٠٢٠): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي عرفان پټان له نړيوال کرکټ څخه د استعفا اعلان وکړ. هغه په خپله وينا کې ويلي دي، چې د هر ډول نړيوال کرکټ سره مخه ښه کوي.

عرفان پټان په ٢٠٠٣ کال کې د هندۍ لوبډلې لپاره نړيوال کرکټ پيل کړى و، هغه چپ لاسى چټک توپ اچونکى دى چې ١٦ کاله يې په نړيوال کرکټ کې تېر کړل، که څه هم هغه له ٢٠١٢ کال وروسته په نړيوالو سياليو کې ډېر نه دى ليدل شوى، خو تر ډېره پورې هغه له ٢٠١٢ وروسته په کورنيو سياليو کې مصروفه و.

عرفان پټان د خپلې استعفا پر مهال په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې زه د هر ډول نړيوال کرکټ څخه استعفا اعلانوم، زه ډېر خپل ځان ډېر خوش بخته ګڼم، چې د ګنګولي، ډريويډ او لکشمن په څېر نامتو او مخکښو لوبغاړو سره مې يو ځاى د هند لپاره کرکټ کړى دى.

هغه د ډېر ملاتړ له لامله له خپلې کورنۍ او خپلو مينه نه هم مننه وکړه او وې ويل چې د همدې خلکو دعاوې وې، چې ما دومره وخت د هند کرکټ لوبډلې استازولي وکړه.

عرفان پټان په ټېسټ کرکټ هېټريک کونکى دويم هندى توپ اچونکى دى، هغه په ٢٠٠٦ کال کې د پاکستان پر وړاندې په کراچۍ ښار کې هېټريک وکړ. نوموړي په دغه ټېسټ لوبه کې د سلمان بټ، يونس خان او محمد يوسف ويکټې پرلپسې په درې توپونو ترلاسه او درې واړه يې له مېدانه بهر کړل.

همدا راز د ٢٠٠٧ کال په نړيوال شل اوريز جام پايلوبه کې نوموړي ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

همدا راز عرفان پټان خپله يوازينۍ سليزه هم د پاکستان پر وړاندې په ٢٠٠٧ کال کې د هند په بنګلور کې ترسره کړې وه.

عرفان پټان په خپلو خبرو کې وويل، چې که څه هم هغه له نړيوال کرکټ نه استعفا ورکړه، خو د کرکټ لپاره به خپل خدمتونه په يو نه يو ډول روان وساتي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …