کورپاڼه / خپلواک / رايلز د تهنډر او چېلنجرز د ټايګرز لوبډله ماته کړه
بنګله دېش تجارتي ليګ

رايلز د تهنډر او چېلنجرز د ټايګرز لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (٤ جنوري ٢٠٢٠): د بنګله دېش تجارتي ليګ کې نن هم دوه لوبې ترسره شوې، چې راج شاهي رايلز په ٦ ويکټو او چټاګرام چېلنجرز هم په ٦ ويکټو پکې برياوې خپلې کړې.

لومړۍ لوبه د کهلنا ټايګرز او چټاګرام چېلنجرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې پچه د چېلنجرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د ټايګرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کهلنا ټايګرز په ١٩.٥ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٢١ منډې وکړې، چې ياد هدف د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې په ١٨.١ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٦ ويکټو يې بريا خپله کړه.

مهدي حسن راڼا د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه، چې ٣ لوبغاړي يې سوځولي و.

په ٣٤مه لوبه کې بيا د سيلهټ تهنډر لوبډلې د راج شاهي رايلز لوبډلې پر وړاندې پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

سيلهټ تهنډر په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٣ منډې وکړې، چې ياد هدف د راج شاهي رايلز لوبډلې په ١٥.١ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٦ ويکټو يې بريا خپله کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه عفيف حسېن ترلاسه کړه، چې چټکې ٤٦ منډې يې ترلاسه کړې وې. په دغه لوبه کې نوين الحق هم ولوبېده، چې په ٣ اورونو کې يې ٣٤ منډې ورکړې، خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

همدا راز په بيګ باش تجارتي ليګ کې بيا ميلبورن رينيګاډز او ميلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې ميلبورن سټارز د ميلبورن رينيګاډز د ١٤٣ منډو هدف په ١٨.٥ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٨ ويکټو يې بريا خپله کړه.

په دغه لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه اډم زمپا ترلاسه کړه، چې ٢ مهم لوبغاړي يې سوځولي و.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …