کورپاڼه / اوس به الوتکې هم د قافلو په ډول الوتنې کوي
الوتکه

اوس به الوتکې هم د قافلو په ډول الوتنې کوي

خپلواک وېبپاڼه (٤ جنوري ٢٠٢٠): تاسې به د موټرو ډېرې قافلې ليدلي وي، خو هله به حېران شئ چې دا هم واورئ چې له دې وروسته به الوتکې هم د قافلو په شکل الوتنې کوي، ځکه چې د نيدرلېنډز يو هوايي شرکت اوس په دې تجربه کوي، چې الوتکې هم د قافلو په ډول الوتنې ترسره کړي.

د (مېل انلاين) وېبپاڼې د راپور په وينا، د دې تجربې هدف دا دى، چې د الوتنې پر مهال د الوتکو د تېلو مصارف راکم او چاپېريال ته د تاوان رسوونکو ګازونو کچه راکمه کړاى شي.

په دغه راپور کې ويل شوي دي، چې د مرغيو يو ځاى الوتو نه تر متاثره کېدو وروسته د نيدرلېنډز د هوايي شرکت پوهانو دا فکر کړى دى. دوى وايي، چې کله مرغۍ په ګډه الوځي، نو هغوى بيا د الوتنې پر مهال ډېره خواري نه کوي، ځکه مرغۍ د يو بل د پرونو د هوا په مرسته مخکې ځي او ډېرې نه ستړي کېږي. همدا راز که چېرته الوتکې هم د انګليسي توري V په ډول الوتنې وکړي، نو د پر انجنونو به يې ډېر فشار نه راځي.

د ټېکنالوژۍ پوهان وايي، که چېرته الوتکې يو ځاى الوتنې وکړي، نو يو لوري ته به د دوى د تېلو مصارف راکم شي، بل لوري ته به د هغه ګازونو کچه راکمه شوي، چې چاپېريال ته تاوان رسوي.

دوى وايي، چې په راتلونکو څو مياشتو کې به دغه تجربه ترسره کړي او که يې چېرته دا تجربه بريالۍ شوه، نو هغوى به د الوتکو په برخه کې انقلاب راولي او بيا به الوتکې يوازې الوتنه نه کوي، بلکې د قافلو په ډول به الوتنې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيويډ وارنر

ډيويډ وارنر په لوبه کې ټپي او روغتون ته انتقال شو

د هند او اسټراليا ترمنځ په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د اسټراليا مخکښ …