کورپاڼه / خپلواک / د لېډي ډيانا ٢٩ کلنه وريره له خپل پلار ٥ کاله مشر سړي سره واده کوي
لېډي ډيانا او لېډي کېټي

د لېډي ډيانا ٢٩ کلنه وريره له خپل پلار ٥ کاله مشر سړي سره واده کوي

خپلواک وېبپاڼه (٤ جنوري ٢٠٢٠): د لېډي ډيانا ٢٩ کلنې وريرې پرېکړه کړې چې د خپل پلار نه هم ٥ کاله مشر سړي سره واده وکړي.

د (مېل انلاين) وېبپاڼې د راپور په وينا، د شهزادګۍ لېډي ډيانا وريره لېډي کېټي، چې يوه موډله ده، د ٦٢ کلن مايکل ليويس سره يې د واده کولو پرېکړه کړې ده. مايکل ليويس د سويلي افريقا ميلياردر شتمن کس دى، چې د لېډي کېټي د پلار نه هم په عمر کې پنځه کاله مشر دى.

د لېډي کېټي يو ملګري رسنيو ته ويلي دي، چې لېډي کېټي او مايکل ليويس له ډېر وخت راهيسې يو بل سره مينه کوي او د ٢٠١٩ کال د دسمبر مياشت کې د کرسمس په ورځ مايکل ليويس لېډي کېټي ته د واده وړانديز وکړ، چې کېټي هم ومانه.

تر کرسمس مخکې لېډي کېټي له خپلې مور او د کورنۍ له نورو غړو سره يو ځاى د سويلي افريقې د کېپ ټاون ښار ته د رخصتيو تېرولو لپاره تللې وه، چرته چې کېټي مايکل ليويس له خپلې کورنۍ سره هم مخامخ کړ. ويل کېږي چې مايکل د کېټي کورنۍ هم خوښ کړ، ځکه چې د دومره شتمنۍ پرته هم هغه يو ډېر خاکساره انسان دى.

د لېډي کېټي دغه ملګرى زياتوي، چې د مايکل ليويس د لېډي کېټي له کورنۍ سره تر ليدنې وروسته هغه ته د واده وړانديز وکړ.

په دغه راپور کې ويل شوي دي، چې مايکل ليويس يهودي دى او اوس دا معلومه نه ده چې لېډي کېټي به له هغه سره تر واده کولو وروسته يهوديت دين ته اوړي او که نه، خو تر ډېره پورې داسې ويل کېږي، چې ښايي هغه خپل دين هم بدل کړي، ځکه چې په يهوديانو کې له خپل دين پرته په نورو دينونو کې ودونه په سختۍ سره منع دي.

د يادولو ده چې دا به د مايکل ليويس له لېډي کېټي سره دويم واده وي، د هغه له لومړۍ ښځې نه درې ماشومان هم دي چې اوس ټول لوى شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …