کورپاڼه / خپلواک / ويراټ کوهلي: ۴ ورځې ټېسټ، د کرکټ له اوږد فارمېټ سره ظلم دی
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: ۴ ورځې ټېسټ، د کرکټ له اوږد فارمېټ سره ظلم دی

خپلواک وېبپاڼه (۵ جنوري ۲۰۲۰): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د ټېسټ سياليو مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي د هغه خبرې مخالفت کړی دی، چې ويل کېږي ټېسټ سيالۍ به د پنځه ورځو پر ځای څلور ورځو ته راټيټې شي.

ويراټ کوهلي وايي، چې دا د کرکټ تر ټولو اوږدو او پخوانيو سياليو سره ظلم دی او هېڅ کله بايد داسې ونه شي.

د هند کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا ته مشوره ورکړې وه، چې د ټېسټ سياليو د لا جالبولو او د خلکو پام رااړولو لپاره بايد د ټېسټ لوبو ورځې راکمې شي او د پنځه پر ځای دې څلورو ورځو ته راښکته کړل شي. همدا راز د کرکټ نړيوالې شورا کمېټې ويلي و، چې له ۲۰۲۳ کال راهيسې به د ټېسټ نړيوالو سياليو کې ټېسټ لوبې څلور ورځې وې او دا به د ۲۰۳۱ پورې دوام وکړي.

خو ويراټ کوهلي د دغه پرېکړې مخالفت کړی دی او د ټېسټ سياليو د ملاتړ لپاره مېدان ته راکوز شوی دی. هغه چې تر سريلانکا لوبډلې سره د راتلونکو شل اوريزې لوبلړۍ په اړه يې له رسنيو سره خبرې کولې، د ټېټ سياليو په اړه وويل، چې موږ د شپې لوبې هم ومنلو او ترسره مو کړې، په دې خاطر چې د خلکو پام راواړوو، خو دا نه شي کېدای چې په ټېسټ لوبو کې دې دومره بدلون راولو، دا ښه خبره نه ده.

هغه په خپلو خبرو کې زياته کړه، که نن ټېسټ سيالۍ څلور ورځې شوې، سبا به بيا وايئ چې درې ورځو ته يې راښکته کړئ چې خوند يې زيات شو، زه وايم اخر به تاسې په کوم ځای درېږئ، دا د ټېسټ لپاره ښه خبره نه ده.

ويراټ کوهلي وايي، چې زما په فکر د کرکټ د اوږد فارمېټ لپاره دا ډول فکر کول بېځايه دی، پنځه ورځې ټېسټ سيالۍ په نړيواله کچه هم تر ټولو ډېرې ترسره شوي دي او د کرکټ يوه ښه بڼه ده، نو بايد په دې کې ګوتې ونه وهل شي.

هغه وايي، چې له ما نه د سل توپونو لوبو په اړه پوښتنه وشوه، ما ورته وويل چې زه نه غواړم په دغه فارمېټ کې ولوبېږم، ځکه دلته اوس هم ډېر فارمېټونه روان دي او زه نور ځان نه وېشل غواړم.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …