کورپاڼه / خپلواک / رنوير سینګ په يوه تعمير کې له خپلې ښځې دپيکا بيل اپارتمان نيولی
دپيکا پاډوکون او رنوير سينګ

رنوير سینګ په يوه تعمير کې له خپلې ښځې دپيکا بيل اپارتمان نيولی

خپلواک وېبپاڼه (۵ جنوري ۲۰۲۰): د هندي سينما نامتو فلمي ستوري رنوير سينګ د خپلې مېرمنې او نامتو فلمي ستورې دپيکا پاډوکون سره په يوه تعمير کې بيل کور يا اپارتمان نيولی دی.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، رنوير سينګ په باومونډی ټاور کې د درې کالو لپاره کور په کرايه نيولی دی، په دغه تعمير کې د رنوير سينګ ښځې دپيکا پاډوکون په ۲۰۱۰ کال کې په ۲.۱۶ ميليونه امريکايي ډالرو د ۴ کوټو لرونکی اپارتمان اخيستی دی.

رنوير سينګ په دغه تعمير کې له خپلې ښځې بيل اپارتمان د درې کالو لپاره په کرايه نيولی دی، چې د لومړيو دوه کلونو لپاره به ۱۰ زره امريکايي ډالر او د دريم کال لپاره به څه کم ۱۱ زره امريکايي ډالر کرايه ورکوي.

د هندي فلمونو دغه نامتو ستوريو رنوير سينګ او دپيکا پاډوکون په ۲۰۱۸ کال کې واده وکړ، چې نه يوازې رسنيو کې پرې ډېرې خبرې وشوې، بلکې په فلمي نړۍ کې هم د دوی واده د هر چا په خوله و. دواړو تېر کال د نومبر په ۱۴مه نېټه د واده لومړۍ کليزه ولمانځله.

رنوير سینګ او دپيکا پاډوکون په درې فلمونو کې هم يو ځای کار کړی دی چې (رام ليلا)، (باجي راو مستاني) او (پدماوت) نومونه يې دي او په هندي سينما کې ډېر بريالي فلمونه هم دي. همدا راز د دواړو ګډ يو بل فلم (۸۳) هم راروان دی چې د هند د نامتو کرکټر او هندۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر کپيل ديو په ژوند جوړېږي او په دغه فلم کې به د ۱۹۸۳ کال نړيوال جام ښودل کېږي، چې هند پکې بريا خپله کړې وه.

په (۸۳) فلم کې رنوير سينګ د کپيل ديو رول ترسره کوي او دپيکا پاډوکون بيا د هغه د ښځې رول لوبوي. د دغه فلم ډايريکټر يا لارښود کبير خان دی او دا به د اپريل په ۱۰مه نېټه نندارې ته وړاندې شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …