کورپاڼه / خپلواک / د اسټراليا د ۴۵۴ منډو په ځواب کې نيوزيلېنډ ۲۵۲ منډې وکړې
اسټراليا او نيوزيلېنډ

د اسټراليا د ۴۵۴ منډو په ځواب کې نيوزيلېنډ ۲۵۲ منډې وکړې

خپلواک وېبپاڼه (۵ جنوري ۲۰۲۰): د اسټراليا او نيوزيلېنډ ترمنځ په دریمه ټيسټ لوبه کې نیوزيلېنډ د اسټراليا د ۴۵۴ منډو په ځواب کې ۲۵۱ منډې وکړې او په لومړۍ پاڼۍ کې ترې ۲۰۳ منډې شاته پاتې شوه.

نن د دغه ټېسټ لوبې دریمه ورځ ده چې د اسټراليا په سډني کې ترسره کېږي.

نيوزيلېنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په لومړۍ پاڼۍ کې ۲۵۱ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلين پيليپس ۵۲، لوبډلمشر ټام لاتم ۴۹، ټام بلنډيل ۳۴ او جيت راول ۳۱ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري ناتن ليون په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ۵ نيوزيلېنډي لوبغاړي يې له مېدانه بهر کړل، همدا راز پاټ کومنز ۳ او مچل سټارک ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې تر دې مخکې اسټراليا په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۴۵۴ منډې کړې وې، چې له ډلې يې مارنوس لابوشاني ۲۱۵ او سټيو سميت ۶۳ منډې وکړې. همدا راز د نيوزيلېنډي توپ اچونکو له لوري کولين دي ګرېنډهوم او نيل واګنر ۳-۳ لوبغاړي سوځولي و.

اسټراليا خپله دويمه پاڼۍ پيل کړې ده، چې له مخکې ۲۰۳ منډې برتري لري او اوس به په خپله دويمه پاڼۍ کې د نيوزيلېنډ لوبډلې ته هدف وټاکي.

دا د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې ټېسټ لوبو لوبلړۍ وروستۍ لوبه ده، چې دواړه لومړۍ ټېسټ لوبې اسټراليا په ستر توپير ګټلي دي او همدا راز لوبلړۍ يې هم په خپل نوم کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

سريلانکايي لوبغاړي

کورونا؛ سريلانکايي کرکټ لوبغاړي سبا تمرينات پيلوي

د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سبا يو ځل بيا د پوره احتياطي تدابيرو …