کورپاڼه / خپلواک / ډين جونز: نور احمد د ۱۴ نه، خو د ۱۸ کالو ښکاري
نور احمد او ډين جونز

ډين جونز: نور احمد د ۱۴ نه، خو د ۱۸ کالو ښکاري

خپلواک وېبپاڼه (۵ جنوري ۲۰۲۰): د اسټراليا پخوانی کرکټر، کمنټېټر او روزونکی ډين جونز وايي، چې د افغانستان ليګ سپينر نور احمد وايي، چې ۱۴ کاله عمر لري، خو هغه له څېرې د ۱۸ کالو ښکاري.

د لوبغاړو د عمرونو په اړه تازه بحثونه له هغه وروسته راپورته شو، کله چې د هند په منجوت کالرا باندې له دې امله دوه کاله بندېز ولګېده، چې هغه په ۱۹ کلنو لوبډله کې لوبېدلی او خپل عمر يې دوه کاله کم ښکاره کړی و. هغه په ۲۰۱۸ کال د ۱۹ کلنو نړيوال جام پايلوبه کې سليزه وهلې او خپله لوبډله يې هم بريالۍ کړې وه خو اوس د عمر په اړه د درواغو ويلو له امله له دوه کلن بندېز سره مخ شوی دی.

په همدغه تړاو شوي پوسټ د اسټراليا پخواني کرکټر، کمنټېټر او روزونکي ډين جونز ليکلي دي، چې دا کار بايد بند شي. هغه وايي چې د افغانستان ليګ سپينر نور احمد چې د ای پي ايل بولۍ ته نومليکنه کړې، نو په خپل ايپليکېشن کې يې خپل عمر ۱۴ کاله ښکاره کړی دی، خو هغه د ۱۸ کالو ښکاري او د ۱۴ کالو بېخي نه ښکاري.


همدا راز دا بحثونه هم کېږي، چې په اسيايي هېوادونو کې د عمرونو په اړه ډېر لوی فراډ روان دی او بايد چې دا بند کړل شي، ځکه تر ډېره پورې د راشد خان او مجيب په عمرونو هم نيوکې کېږي او ويل کېږي چې د هغوی عمرونه تر دغه ډېر دي، چې دوی يې يادوي.

همدا راز د افغانستان په ډېرو لوبغاړو هم په کور دننه دا نيوکې کېږي، چې دوی خپل عمرونه تر ډېره کم ښکاره کړي دي.

د کريک انفو د معلوماتو تر مخه، نور احمد د جنورۍ په دریمه نېټه زېږېدلی دی، چې اوس يې عمر ۱۵ کاله پوره شو، ځکه دوه ورځې مخکې د هغه ۱۵مه کليزه وه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …