کورپاڼه / خپلواک / نن د مسټر بين ٦٤مه کليزه ده
مسټر بين

نن د مسټر بين ٦٤مه کليزه ده

خپلواک وېبپاڼه (٦ جنوري ٢٠٢٠): نړۍ په خپلو ځانګړو ايکټونو خندوونکى د هالي ووډ نامتو اداکار رووان اټکينسن نن د ٦٤ کلونو شو. هغه په ټوله نړۍ کې له خپل نوم نه زيات د (مسټر بين) په نوم پېژندل کېږي.

رووان اټکينسن په ١٩٥٥ کال کې د جنورۍ په ٦مه نېټه د انګلستان په کاونټي درهم کې زېږېدلى دى، هغه يو انګلستانى اداکار، ټوکمار او ليکوال دى. نوموړى د (بلېکېډر) نه ډېر زيات مشهور شو چې له ١٩٨٣ راهيسې تر ١٩٨٩ پورې په ټلويزيون ښکاره کېده، همدا راز هغه بيا د (مسټر بين) کومېډي فلمونه د ټلويزيون لپاره جوړ کړل، چې د ١٩٩٠ څخه تر ١٩٩٥ پورې خپاره شول او هغه ته يې د نړۍ په کچه پېژندګلو ورکړه، همدا راز وروسته يې بيا د (بين) په نوم سينمايي فلم هم جوړ او نندارې ته وړاندې کړ.

د رووان اټکينسن د مسټر بين ويډيوګانې پښتو ژبې ته هم ظاهرالله بابوجي ډب کړي دي چې هغه په پښتو کې په رووان اټکينسن باندې (بابوجي) نوم ايښى او اوس يې تر ډېره حده پورې پښتانه په همدغه نوم پېژني.

نوموړى له ١٩٧٨ کال راهيسې فلمي نړۍ ته راغلى دى او تر دې مهاله پورې کار کوي. هغه په مسټر بين کې داسې کومېډي وکړه، چې تر چارلي چاپلېن وروسته يې نړۍ حېرانه کړه، ځکه په دغه کومېډي ويډيوګانو کې هغه د خبرو پر ځاى په خپلو کارونو خلک وخندول، چې د هرې ژبې خلک يې ګوري، ځکه چې د پوهېدو لپاره پرې د ژبې زده کول لازمي نه دي.

رووان اټکينسن په راډيو، ټلويزيون، تياتر او فلمونو کې کار کړى دى، همدا راز ډېرې مشهورې خپرونې يې هم چلولي دي، چې ډېر ليدونکي يې درلودل.

هغه په ٢٠ فلمونو کې کار کړى دى، همدا راز په ټلويزيون کې يې سريالونه او خپرونې تر ٣٥ زياتې دي، چې ځينې پکې څو څو پړاونه هم ترسره شوي دي او همدا راز په نورو ډېرو برخو کې نوموړي کار کړى دى، چې د نړۍ په کچه ډېر مينه وال لري.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …