کورپاڼه / خپلواک / د نجيبه فېض نوو انځورونو ته د افغانانو کلک غبرګون
نجيبه فېض ١

د نجيبه فېض نوو انځورونو ته د افغانانو کلک غبرګون

خپلواک وېبپاڼه (٦ جنوري ٢٠٢٠): د پښتو نامتو هنرمندې نجيبه فېض تېره ورځ په خپله رسمي فېسبوکپاڼه ځينې انځورونه خپاره کړي دي، چې افغانانو ورته په تبصرو کې کلک غبرګون ښکاره کړى دى.

نجيبه فېض چې په کابل کې د (بنډار له نجيبې سره) په نوم خپرونه هم په يوه خصوصي ټلويزيون کې کوي، يوه مشهوره هنرمنده ده، چې پښتو او اردو سريالونو کې يې ډېره موده کار کړى دى.

نوموړې تېره ورځ ځينې انځورونه خپاره کړي دي، چې له انځورونو څرګندېږي هغه د پاکستان په کراچۍ ښار کې ده او هلته يې د اردو سريالونو له يوې اداکارې مايره خان سره دغه انځورونه اخيستي دي.

نجيبه فېض ٢

د نجيبه فېض او مايره خان دغه انځورونه داسې اخيستل شوي دي، چې د خلکو د غبرګون سبب شو، تر ډېره پورې خلکو په تبصرو کې پر نجيبه فېض نيوکې کړي دي، چې غواړي د افغانانو او پښتنو کلتور بدنام کړي او د همدې لپاره داسې انځورونه خپروي، خو تر ډېره چې د نجيبه فېض په دغه انځورونو کومې نيوکې شوې دي، هغه دا دي چې پر نجيبه فېض د (همجنسبازۍ) تورونه لګول شوي دي.

نجيبه فېض که څه هم د خلکو د تبصرو په اړه خپل غبرګون نه دى ښکاره کړى، خو د هغې په انځورونو تر ٣ زره زياتو کسانو تبصرې کړې دي چې زياتره کسانو يې پرې ياد تور پورې کړى دى، همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې هم د نجيبه فېض دغه انځورونه خلکو خپاره کړي او پر هغې يې سختې نيوکې کړې دي.

د يادولو ده چې نجيبه فېض چې په پښتو او اردو ډرامو کې له ډېرې مودې راهيسې کار کوي، د افغانستان او پاکستان په ګډون په ډېرى هېوادونو کې يې مينه وال شته. هغه چې مخکې يې په يوه خصوصي ټلويزيون کې د ماښام پر مهال خپرونه کوله، په افغانستان کې يې ډېر مينه وال پېدا کړل، چې اوس هم په يو خصوصي ټلويزيون کې د (بنډار له نجيبې سره) په نوم خپرونه پر مخ وړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …