کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا د نيوزيلېنډ لوبډلې ته وايټ واش ماته ورکړه
اسټراليا کرکټ لوبډله

اسټراليا د نيوزيلېنډ لوبډلې ته وايټ واش ماته ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٦ جنوري ٢٠٢٠): د اسټراليا او نيوزيلېنډ لوبډلو ترمنځ د درې ټېسټ لوبو لوبلړۍ په اسټراليا کې ترسره شوه، چې اسټراليا په درې واړه لوبو کې په ستر توپير د نيوزيلېنډ لوبډله ماته او په لوبلړۍ کې يې وايټ واش ماته ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې ټېسټ لوبو لوبلړۍ وروسته لوبه د جنورۍ په ٣مه نېټه د اسټراليا په سډني ښار کې پيل شوه، چې په پيل کې اسټراليا د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

اسټراليا په لومړۍ پاڼۍ کې ٤٥٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې مارنوس لابوشاني ٢١٥ او سټيو سميت ٦٣ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د نيوزيلېنډ له لوري کولين دي ګرېنډهوم او نيل واګنر ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

نيوزيلېنډ بيا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٥٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې ګلين پيليپس ٥٢ او لوبډلمشر ټام لاتم ٤٩ منډې وکړې، د اسټراليا له لوري بيا ناتن ليون ٥ او پاټ کومنز ٣ لوبغاړي وسوځول.

اسټراليا په دويمه پاڼۍ کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٧ منډې ترلاسه کړې او خپله پاڼۍ يې ختمه کړه، د دوى له لوري ډيويډ وارنر ١١١ ناسوځېدلې، مارنوس لابوشاني ٥٩ او جو برنز ٤٠ منډې وکړې.

د ٤١٦ منډو د هدف په تعقيب کې د اسټراليا ټوله لوبډله په ١٣٦ منډو وسوځېدله او د ٢٧٩ منډو په توپير يې له اسټراليا څخه په دريمه ټېسټ لوبه کې هم ماته وخوړه.

د اسټراليا له لوري ناتن ليون ٥ او مچل سټارک ٣ لوبغاړي وسوځول او په څلورمه ورځ يې لوبه پاى ته ورسوله.

د لوبې او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه مارنوس لابوشاني ترلاسه کړه، چې په درې واړه ټېسټ لوبو کې يې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړې وه.

د يادولو ده چې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې اسټراليا د ٢٩٦ منډو په توپير او په دويمه ټېسټ لوبه کې يې د ٢٤٧ منډو په توپير د نيوزيلېنډ لوبډلې ته ماته ورکړې وه.

د يادې لوبلړۍ په بريا سره د ټېسټ چيمپينشپ يا اتلولۍ په برخه کې اسټراليا د ٢٩٦ امتيازونو سره دويم مقام ته لاړه، همدا راز په لومړي مقام بيا د هند لوبډله ده چې ٣٦٠ امتيازونه لري. په دغه لړ کې بيا ويسټ انډيز او بنګله دېش تر دې مهاله پورې کومه لوبه نه ده ګټلې او امتيازونه يې صفر دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …