کورپاڼه / خپلواک / په ٢٠٢٠ کال کې د افغانستان ملي لوبډلې نړيوالې لوبې
افغانستان لوبډله

په ٢٠٢٠ کال کې د افغانستان ملي لوبډلې نړيوالې لوبې

خپلواک وېبپاڼه (٦ جنوري ٢٠٢٠): افغانستان چې په ٢٠١٨ کال کې يې د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب ترلاسه کړى دى، په ٢٠١٩ کال کې يې په دويم ځل په نړيوال جام کې ګډون وکړ او همدا راز په روان کال کې د شل اوري نړيوال جام ته يې مستقيم لار پېدا کړه.

٢٠٢٠ کال پيل شوى دى او له دې سره سم موږ تاسې ته په ٢٠٢٠ کال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټولو لوبو او همدا راز د کورنيو سياليو په اړه معلومات شريکوو.

نړيوالې سيالۍ:

د جنورۍ په مياشت کې د افغانستان ١٩ کلنو لوبډله په سويلي افريقا کې د ١٩ کلنو په نړيوال جام کې ګډون کوي، چې دغه سيالۍ د جنورۍ په ١٧مه نېټه پيلېږي. دغه سيالۍ پنځوس اوريزه دي چې ١٦ لوبډلې پکې ګډون لري او ټولې به پکې ٤٨ لوبې ترسره کېږي، افغانستان په ډي ګروپ کې د کاناډا، سويلي افريقا او متحده عربي اماراتو سره لوبېږي.

خو د ملي لوبډلې لوبې بيا د مارچ په مياشت کې له ايرلېنډ سره دي. په مارچ مياشت کې به افغانستان او ايرلېنډ ٣ شل اوريزې نړيوالې سيالۍ ترسره کړي.

د شل اوريزو لوبو اسيا جام بيا د سپتمبر په مياشت کې پيلېږي، دغه جام چې ٦ لوبډلې پکې ګډون لري، په پاکستان کې ترسره کېږي. دغه سياليو ته افغانستان، بنګله دېش، هند، پاکستان او سريلانکا مستقيم لار پېدا کړې ده او د ملېزيا لوبډله ورته بيا کواليفايي شوې ده.

د اکتوبر په مياشت کې بيا نړيوال شل اوريز جام پيلېږي. دغه جام چې د اکتوبر په ١٨مه نېټه به پيل شي او د نومبر تر ١٥مې نېټې پورې به دوام وکړي، ١٦ لوبډلې پکې ګډون لري او ٤٥ لوبې پکې ترسره کېږي چې په اسټراليا کې به ترسره شي.

د افغانستان په ګډون لس بشپړ غړيتوب لرونکو لوبډلو ورته مستقيم او ٦ لوبډلو ورته کواليفايي کړې ده. افغانستان د سوپر ١٢ په دويم ګروپ کې قرار لري، چې هلته به د هند، انګلستان، سويلي افريقا او دوه هغه لوبډلو سره لوبې کوي، چې هغه به د شل اوريز جام په لومړۍ برخه کې بريا ترلاسه کوي او بيا به سوپر ١٢ ته ځي.

په نومبر مياشت کې بيا د افغانستان ملي لوبډله د اسټراليا له ملي لوبډلې سره يوازينۍ ټېسټ لوبه لري. دا به د افغانستان پنځمه ټېسټ لوبه وي، چې تر دې مخکې افغانستان له هند او ويسټ انډيز په ټېسټ لوبو کې ماته خوړلې، خو ايرلېنډ او بنګله دېش ته يې ماتې ورکړي دي.

همدا راز په نومبر مياشت کې د ١٩ کلنو اسيايي جام هم ترسره کېږي، چې د افغانستان ١٩ کلنه لوبډله به پکې ګډون لري او په دسمبر کې بيا د ايمرجينګ لوبډلو اسيايي جام ترسره کېږي، چې افغانستان ايمرجينګ لوبډله به پکې برخه اخلي.

کورنۍ سيالۍ:

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو تر مخه، په ٢٠٢٠ کې د افغانستان کورنۍ سيالۍ هم تر ١٠ ډېر ټورنمنټونه ترسره کېږي، چې په لنډ ډول يې لاندې يادونه کوو.

د فبرورۍ په مياشت کې به ميروېس نيکه ګرېډ تهري سيالۍ ترسره شي، همدا راز په همدغه مياشت کې به ولايتي چېلنج کپ هم ترسره شي چې دويمه درجه سيالۍ دي.

د مارچ په مياشت کې بيا د سيد جمال الدين افغان ايليټ کپ سيالۍ دي، په اپريل مياشت کې د زونونو ١٦ کلنو لوبډلو ترمنځ سيالۍ ترسره کېږي، په جون او جولاى مياشت کې بيا احمد شاه ابدالي فرسټ کلاس سيالۍ ترسره کېږي.

همدا راز د شپږيزې کرکټ ليګ اووم پړاو به د اګست په مياشت کې ترسره شي، چې په همدغه مياشت کې بيا د ولايتي معلولو لوبډلو ترمنځ هم سيالۍ ترسره کېږي.

په سپتمبر مياشت کې بيا د ١٩ کلنو سيالۍ ترسره کېږي او د غازي امان الله خان جام سيالۍ بيا د اکتوبر په مياشت کې ترسره کېږي. د فرسټ کلاس او لېسټ اې سياليو د غوره لوبغاړو ترمنځ به بيا په نومبر کې سيالۍ ترسره شي او د افغانستان پريمير ليګ يا تجارتي ليګ سيالۍ به بيا د دسمبر په مياشت کې ترسره شي. دغه تجارتي ليګ چې په ٢٠١٩ کال کې د ځينو لاملونو له امله ترسره نه شو، لومړى ځل په ٢٠١٨ کال کې ترسره شوى و او دويم ځل به په ٢٠٢٠ کال کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …