کورپاڼه / خپلواک / د ظاهر خان لوبډلې نن په بيګ باش کې دريمه لوبه هم په خپل نوم کړه
ظاهر خان

د ظاهر خان لوبډلې نن په بيګ باش کې دريمه لوبه هم په خپل نوم کړه

خپلواک وېبپاڼه (٦ جنوري ٢٠٢٠): د بيګ باش په نننۍ لوبه کې د ظاهر خان لوبډلې خپله شپږمه لوبه ترسره کړه، چې په پاى کې يې د ډي ايل قانون له مخې په ١٦ منډو بريا خپله کړه چې دا يې په بيګ باش کې دريمه بريا وه.

نن د بيګ باش تجارتي ليګ کې د بريسبين هيټ او سډني تهنډر لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه بريسبين هيټ وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د باران له لامله لوبه د ٢٠ اورونو پر ځاى ٨-٨ اورونو ته راټيټه شوه، چې بريسبين هيټ په ټاکلو ٨ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١١٩ منډې وکړې، د دوى له ډلې ټام بانټون ٥٦ او لوبډلمشر کريس لين ٣١ منډې وکړې.

د سډني تهنډر له لوري ډينيل سيمس ٢، کريس ټريمين او برينډن ډوګيټ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

خو لوبه کې بيا هم باران وشو، چې له دې لامله سډني تهنډر لوبډلې ته په ٥ اورونو کې د ٧٧ منډو هدف ورکړل شو، خو سډني تهنډر په ټاکلو ٥ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ٦٠ منډې وکړې او د ډي ايل قانون له مخې يې په ١٦ منډو د بريسبين هيټ لوبډلې څخه ماته وخوړله.

د سډني تهنډر له لوري اليکس هيلز ٢٠ ناسوځېدلې، عثمان خواجه ١١ او ډينيل سيمس ١٠ منډې وکړې. د بريسبين هيټ له لوري جېک پريستويج ٢، ظاهر خان او بين لافلين ١-١ ويکټ ترلاسه کړه. راشد خان په ١ اور کې ٧ منډې ورکړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټام بانټون ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې دا په بيګ باش کې د بريسبين هيټ ٦مه لوبه وه چې دريمه بريا يې خپله کړه، همدا راز د سډني تهنډر بيا ٧مه لوبه وه چې ٣مه ماته يې په برخه شوه، سډني تهنډر ٣ لوبې ګټلي او ١ لوبه يې بې نتيجې پاى ته رسېدلې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …