کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان ۱۹ کسيزه لوبډله اماراتو ته د روزنيز کمپ لپاره ځي
Afghanistan 19 National Players

د افغانستان ۱۹ کسيزه لوبډله اماراتو ته د روزنيز کمپ لپاره ځي

خپلواک وېبپاڼه (۷ جنوري ۲۰۲۰): د افغانستان ۱۹ کسيزه لوبډله راتلونکې اونۍ د جنورۍ په ۱۲مه نېټه متحده عربي اماراتو ته ځي، چې هلته به دوه اونۍ روزنيز کمپ ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو تر مخه، افغان ملي لوبډله به راتلونکې اونۍ د مهارت لوړولو، تکړښت او فزیکي جوړښت (فټنس) په موخه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته سفر وکړي او په دغه هېواد کې به د دوه اونیو لپاره روزنیز تمریناتي کمپ ترسره کړي چې په لړ کې به یې د لوبغاړو پر تخنیکي اړخونو، غوره توپوهنه او چټکه توپ اچونه ډېر کار وشي.

کرکټ بورډ وايي، چې په دغه روزنیز کمپ کې به د ملي لوبډلې ۱۹ لوبغاړي ګډون ولري چې د متحده عربي اماراتو د کرکټ په نړیواله اکاډمي (GCA) کې به د دوه اونیو لپاره تمرینات ترسره کړي.

په دغه لوبغاړو کې اصغر افغان، رحمت شاه، حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز، نوین الحق، سمیع الله شینواری، عثمان غني، نجیب تره کی، نجات مسعود، فرید ملک، درویش رسولي، میرویس اشرف، ګلبدین نایب، یمین احمدزی، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، شاپور ځدراڼ، عظمت الله عمرزی او سلیم ساپی شامل دي.

د کرکټ بورډ په وينا، چې د ملي لوبغاړو ياده ۱۹ کسيزه لوبډله به د مشر روزونکي لانس کلوزنر تر مشرۍ لاندې د روانې جنورۍ مياشتې په ۱۲مه نېټه متحده عربي اماراتو ته ولاړه شي او له شا و خوا دوه اونيو تمريناتي کمپ ترسره کولو وروسته به د همدې مياشتې په ۲۵مه نېټه بېرته هېواد ته راستنه شي.

د يادولو ده چې دا د اصغر افغان د بيا کپتان کېدو وروسته لومړی سفر دی، چې د لوبډلمشر په حېث به له لوبډلې سره لاړ شي. همدا راز د راتلونکو جامونو او افغانستان نړيوالو لوبو لپاره ښايي څو کمپونه په بېلا بېلو ځايونو کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …