کورپاڼه / خپلواک / انګلستان په دويمه ټېسټ لوبه کې سويلي افريقا ته په ستر توپير ماتې ورکړه
بين سټوکس

انګلستان په دويمه ټېسټ لوبه کې سويلي افريقا ته په ستر توپير ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٧ جنوري ٢٠٢٠): د انګلستان لوبډلې په دويمه ټېسټ لوبه کې له سويلي افريقا لوبډلې څخه خپل بدل واخيست او په ستر توپير يې ماته ورکړه، چې دواړو لوبډلو ترمنځ د ٤ ټېسټ سياليو لوبلړۍ د ١-١ سره مساوي شوه.

دغه لوبه چې د سويلي افريقا په کېپ ټاون کې د جنورۍ په ٣مه نېټه پيل شوه، انګلستان د لوبې پچه ګټلې وه او لومړى يې توپوهنه غوره کړې وه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٦٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې اولي پاپ ٦١ ناسوځېدلې، بين سټوکس ٤٧، جو ډينلي ٣٨، جو روټ ٣٥ او ډوم سيبلي ٣٤ منډې وکړې.

د سويلي افريقا له لوري کاګيسو رباډا ٣، ويرنون پلينډر، انريچ نارج او ډواين پريټوريس ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

سويلي افريقا په لومړۍ پاڼۍ کې ٢٢٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې ډين ايلګر ٨٨، راسي وانډر ډوسين ٦٨ او کوانټين ډي کوک ٢٠ منډې ترلاسه کړې.

د انګلستان له لوري جېمز اينډرسن ٥، سټارټ بروډ او سام کران ٢-٢ ويکټې واخيستې.

انګلستان په خپله دويمه پاڼۍ کې بيا د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٣٩١ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه کړه، د دوى له لوري ډوم سيبلي ١٣٣ ناسوځېدلې، بين سټوکس ٧٢ او جو روټ ٦١ منډې وکړې.

د سويلي افريقا له لوري انريچ نارج ٣، کاګيسو رباډا او کيشو مهاراج ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ٤٣٨ منډو د هدف په تعقيب کې د سويلي افريقا ټوله لوبډله په ٢٤٨ منډو وسوځېدله او د ١٨٩ منډو په ستر توپير يې له انګلستان لوبډلې څخه ماته وخوړله. د دوى له لوري پيټر ملن ٨٤ او کوانټين ډي کوک ٥٠ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري جېمز اينډرسن او جو ډينلي ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بين سټوکس ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې د انګلستان او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ د ٤ ټېسټ لوبو لوبلړۍ په سويلي افريقا کې روانه ده، چې په لومړۍ لوبه کې سويلي افريقا په ١٠٧ او په دويمه لوبه کې انګلستان په ١٨٩ منډو برياوې خپلې کړې، چې له دې سره لوبلړۍ ١-١ مساوي ده. د دواړو لوبډلو ترمنځ به دريمه ټېسټ لوبه د جنورۍ په ١٦مه نېټه په پورټ ايليزبت کې ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …