کورپاڼه / خپلواک / د ډيويډ ملن او سوميه سرکار ښې توپوهنې کوميلا واريرز لوبډله بريالۍ کړه
کوميلا واريرز لوبډله او مجيب الرحمان

د ډيويډ ملن او سوميه سرکار ښې توپوهنې کوميلا واريرز لوبډله بريالۍ کړه

خپلواک وېبپاڼه (٧ جنوري ٢٠٢٠): د بنګله دېش تجارتي ليګ کې د مجيب الرحمان لوبډلې کوميلا واريرز د سيلهټ تهنډر لوبډلې ته په ٥ ويکټو ماته ورکړه او يوه بله بريا يې هم ترلاسه کړه.

د بنګله دېش تجارتي ليګ ٣٥مه لوبه د سيلهټ تهنډر او کوميلا واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه کوميلا واريرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د سيلهټ تهنډر لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سيلهټ تهنډر په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٤١ منډې وکړې، چې له ډلې يې عبدالمزيد ٤٥، جانسن چارلس ٢٦، جيون مينډس ٢٣ او لوبډلمشر انډري فليچر ٢٢ منډې وکړې.

د کوميلا واريرز له لوري ډيويډ ويس او الامين حسېن ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، همدا راز مجيب الرحمان په ٤ اورونو کې ٢٣ منډې ورکړې او ١ ويکټ يې ترلاسه کړه.

د ١٤٢ منډو هدف د کوميلا واريرز لوبډلې په ١٩.١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٥ ويکټو يې د سيلهټ تهنډر لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دوى له لوري لوبډلمشر ډيويډ ملن ٥٨ او سوميه سرکار ٥٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سيلهټ تهنډر له لوري نعيم حسن ٣، عبادت حسېن او جانسن چارلس ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ډيويډ ملن ترلاسه کړه.

همدا راز د بنګله دېش تجارتي ليګ ٣٦مه لوبه د راج شاهي رايلز او چټاګرام چېلنجرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. چټاګرام چېلنجرز د راج شاهي رايلز لوبډلې د ١٦٧ منډو هدف په ١٨.٣ اورونو کې پوره کړ او په ٧ ويکټو يې بريا خپله کړه، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه امرول کايس ترلاسه کړه، نوموړي ٦٧ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …