کورپاڼه / خپلواک / هند په دويمه شل اوريزه لوبه کې په اسانۍ د سريلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه
ويراټ کوهلي

هند په دويمه شل اوريزه لوبه کې په اسانۍ د سريلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٧ جنوري ٢٠٢٠): د هند لوبډلې په دويمه شل اوريزه لوبه کې په اسانۍ سره سريلانکايي لوبډله ماته کړه چې په ٧ ويکټو يې ترې په لوبه کې بريا خپله کړه.

د هند او سريلانکا ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ دويمه لوبه د هند په انډور کې ترسره شوه، چې د لوبې په پيل کې پچه د هند لوبډلې وګټله او سريلانکا لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

سريلانکا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې کوشل پريرا ٣٤، اويشکا فرنانډو ٢٢، دنوشکا ګوناټيلکا ٢٠ او دننجايا ډي سلوا ١٧ منډې وکړې.

د هند له لوري شاردل ټاکر ٣، نوديپ سېني او کلديپ يادو ٢-٢، جسپريت بومرا او واشينګټن سندر ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٤٣ منډو هدف د هند لوبډلې ډېر په اسانۍ سره په ١٧.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ٧ ويکټو يې د سريلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دوى له لوري کى ايل راهول ٤٥، شرياس اير ٣٤، شيکر دهون ٣٢ او لوبډلمشر ويراټ کوهلي ٣٠ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سريلانکا له لوري ونيندو هسارنګه ٢ او لاهيرو کماره ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نوديپ سېني ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې د هند او سريلانکا ترمنځ د درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله ترسره نه شوه، همدا راز په دويمه لوبه کې هند بريا خپله کړه چې په لوبلړۍ کې د ١-٠ سره مخکې ده او د دغه لوبلړۍ دريمه شل اوريزه لوبه به د جنورۍ په ١٠مه نېټه د هند په پونى ښار کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …