کورپاڼه / خپلواک / احمد شاه پکتين ١٩ کلنو نړيوال جام کې لوبڅاري کوي
احمد شاه پکتين

احمد شاه پکتين ١٩ کلنو نړيوال جام کې لوبڅاري کوي

خپلواک وېبپاڼه (٧ جنوري ٢٠٢٠): افغان لوبڅار احمد شاه پکتين هم د ١٩ کلنو ځوانانو په نړيوال جام کې لوبڅاري کوي، چې دغه سيالۍ د جنورۍ په ١٧مه نېټه په سويلي افريقا کې پيلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ په يو خبر کې ليکلي دي: ((د افغانستان کرکټ بورډ د لوبڅارۍ څانګې مسوول او مخکښ لوبڅار احمد شاه پکتین چې د ۱۹ کلنو نړیوال جام د لوبڅارۍ لپاره غوره شوی، نن د ۲۰۲۰ کال د ۱۹ کلنو کم عمره کرکټ نړیوال جام کې د لوبڅارۍ په موخه سویلي افریقا ته روان شو.))

د معلوماتو تر مخه، احمد شاه پکتين به د نړيوال جام پر مهال په رسمي او تمريناتي سياليو کې د نړۍ د نورو مخکښو لوبڅارانو تر څنګ په لوبغالي او همدا راز د احتياطي لوبڅار په توګه د لوبڅارۍ دنده پر مخ يوسي.

هغه به همدا راز په نړيوال جام کې د جنورۍ په ١٢مه او ١٤مه په رسمي تمريناتي سياليو کې د انګلستان او زمبابوې او نايجيريا او سويلي افريقا لوبډلو ترمنځ په لوبو کې لوبڅاري وکړي.

همدا راز په دوه رسمي سياليو کې به هم هغه لوبڅاري کوي، چې دغه سيالۍ به د جنورۍ په ١٨مه او ١٩مه نېټه ترسره کېږي، دغه لوبې د هند لوبډله د سريلانکا او جاپان لوبډلو سره ترسره کوي.

همدا راز د انګلستان او نايجيريا، د سريلانکا او نيوزيلېنډ، د ويسټ انډيز او نايجيريا لوبډلو ترمنځ په لوبو کې د احتياطي لوبڅار دنده ترسره کړي.

د يادولو ده چې په دغه سياليو کې د افغانستان ١٩ کلنو ځوانانو لوبډله هم شامله ده، چې هغه سويلي افريقا ته رسېدلې او هلته يې په تمريناتو باندې پيل کړى دى. افغانستان به د نړيوال جام له پيلېدو مخکې ځينې تمريناتي سيالۍ هم ترسره کړي. افغان لوبډله په ډي ګروپ کې شامله ده چې ورسره سويلي افريقا، کاناډا او متحده عربي امارات په دغه ګروپ کې لوبې ترسره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …