کورپاڼه / خپلواک / جاوېد اميرخېل: زه د امرخېلو په ګډون د ټول هېواد ((اميرخېل)) يم
Amirkhil

جاوېد اميرخېل: زه د امرخېلو په ګډون د ټول هېواد ((اميرخېل)) يم

خپلواک وېبپاڼه (۷ جنوري ۲۰۲۰): د هېواد نامتو سندرغاړي جاوېد امیرخېل په خپله فېسبوک پاڼه کې د خپل تخلص په اړه د ځينو مینوالو غلط فهمۍ ته اشاره کړې او په دې اړه یې سهي معلومات ورسره شریک کړي دي.

جاوېد اميرخېل د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې د خپل تخلص په اړه په پوسټ کې لیکي:

((هنري ژوند جالبې خاطرې لري، کله کله مې زړه غواړي چې یوه نیمه درسره شریکه کړم. ماته یوه جالبه خاطره د خپل تخلص ده. زما تخلص (امیرخېل) دی، خو زیاتره ملګري، مینوال او په رسنیو کې راته د مرکو پر وخت دوستان (امرخېل) وایي. زه یې بیا هلته ویلی هم نه شم چې (امیرخېل) یم او زما د نه ویلو له امله دا موضوع همداسې پاتې شي.))

نوموړي د خپل تخلص په اړه ځیني نور معلومات هم خپاره کړي دي او په دې اړه یې په خپلو ځينو تلویزوني او راډيويي مرکو کې هم یادونه کړې ده، چې نوموړی امرخېل نه، بلکې امیرخېل دی او دغه تخلص یې د خپل نصب له مخې، چې د دوی د نیکه نوم و، پر ځان ایښی دی.

جاوېد اميرخېل

نوموړی وايي، چې موږ ټول د یوه افغانستان یو او د یو ملت وګړي یو، خو د خپل تخلص په اړه ځکه معلومات درسره شریکوم، چې د ځينو مینوالو غلط فهمي لرې شي او ماته زما په خپل تخلص سره ما یاد کړي.

ښاغلی اميرخېل په دې اړه په یاد پوسټ کې وړاندې ليکي: (( زه په دې پوهېږم چې موږ ټول د یوه افغانستان، یو ملت یو، خو دلته لنډ وضاحت د دې لپاره کوم چې همدغه پوښتنه به زموږ نورو دوستانو سره هم وي.))

نوموړی لیکي، چې اميرخېل د دوی د نیکه نوم دی او اوس د دوی کلی هم د نوموړي د نيکه په نوم یادېږي.

نوموړی د امرخېلو په اړه هم ليکي، چې امرخېل د افغانستان د یوه لوی قوم نوم دی، چې په ميدان وردګ، ننګرهار او بامیان ولایتونو شکې مېشت دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …