کورپاڼه / خپلواک / ويسټ انډيز د ايرلېنډ لوبډله په اسانۍ له ماتې سره مخ کړه
ايوان ليويس

ويسټ انډيز د ايرلېنډ لوبډله په اسانۍ له ماتې سره مخ کړه

خپلواک وېبپاڼه (۸ جنوري ۲۰۲۰): ويسټ انډيز په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې د ايرلېنډ له لوري ورکړل شوی هدف په اسانۍ پوره کړ او په ۵ ويکټو يې بريا په خپل نوم کړه.

د ايرلېنډ لوبډله د ويسټ انډيز په سفر ده، چې هلته د درې يو ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ د بارباډوس په بريج ټاون کې ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه ايرلېنډ وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

ايرلېنډ په ۴۶.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۰ منډې وکړې، چې له ډلې يې لارکان ټوکر ۳۱ او مارک اډير ۲۹ منډې وکړې، بل هېڅ توپوهونکی ونه توانېده چې ښه توپوهنه ترسره کړي.

د ويسټ انډيز له لوري بيا الزاري جوسيپ ډېره په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ۴ ايرلېنډي لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز شيلډون کاټرېل او هايډن والش هم ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۸۱ منډو د هدف په تعقيب کې د ويسټ انډيز له لوري ایوان ليويس چټکه توپوهنه ترسره کړه او ويسټ انډيز لوبډلې ته يې په ۳۳.۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ډېر په اسانۍ بريا ور په برخه کړه. ايوان لیويس ۹۹ ناسوځېدلې او برينډن کنګ بيا ۲۰ منډې ترلاسه کړې.

د ايرلېنډ له لوري سيمي سينګ ۲، انډي مک براين، بېري مک کارتي او بويډ رېنکين ۱-۱ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه الزاري جوسيپ ته ورکړل شوه، چې په زړه پورې توپ اچونه يې ترسره او ۴ ويکټې يې ترلاسه کړې.

د يادولو ده چې ايرلېنډ او ويسټ انډيز ۳ يو ورځنۍ او ۳ شل اوريزې لوبې ترسره کوي، چې دويمه يو ورځنۍ لوبه به يې د جنورۍ په ۹مه نېټه په بریج ټاون کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …