کورپاڼه / خپلواک / د اکشی کمار نوي فلم په ۱۲ ورځو کې ۱.۷ ميليارده روپۍ ګټلي
اکشی کمار او کرينه کپور خان

د اکشی کمار نوي فلم په ۱۲ ورځو کې ۱.۷ ميليارده روپۍ ګټلي

خپلواک وېبپاڼه (۸ جنوري ۲۰۲۰): د اکشی کمار او کرينه کپور خان نوي فلم (ګوډ نيوز) په ۱۲ ورځو کې ۱۷۲۰ ميليونه يا ۱.۷۲ ميليارده هندي روپۍ ګټلي دي، چې څه کم ۲۴ ميليونه امريکايي ډالر کېږي.

دغه فلم چې د (ګوډ نيوز) په نوم دی، د دسمبر په ۲۷مه نېټه په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی دی. د فلم ډايريکټر يا لارښود راج مهتا دی او کيسه يې جيوتي کپور ليکلې ده.

په دغه فلم کې اکشی کمار، کرينه کپور خان، دلجيت دوسانج او کايره اډواني کار کړی دی، چې فلم يې د نندارې ته وړاندې کېدو سره سم خلکو ډېر خوښ کړی دی او فلمي کره کتونکو هم پرې ښې تبصرې کړې دي.

د سينما د نړۍ تر ټولو سترې وېبپاڼې (ای اېم ډي بي) دغه فلم ته په لسو کې ۷.۸ نومرې ورکړي دي، چې دومره نومرې ډېرو ښو فلمونو ته ورکول کېږي، همدا راز نورو سترو وېبپاڼو او ورځپاڼو هم په دغه فلم ښې تبصرې ليکلي دي.

د دغه فلم کيسه د دوه واده کړو جوړو ترمنځ چورلي، اکشی کمار او کرينه کپور خان او دلجيت دوسانج او کايره اډواني پکې ښځه او خاوند دي، خو د دواړو ماشومان نه کېږي، د دواړو وروستي نومونه يو شان وي او کله چې دوی د نوې ټېکنالوژۍ په مرسته د سپرم له لارې ماشومان زېږوي، نو د دواړو سپرم سره بدلېږي او له هغه وروسته ټول فلم همداسې مخکې ځي، دا يو کومېډي فلم دی چې خلکو ډېر زيات خوښ کړی دی.


د بالي ووډ هنګامې وېبپاڼې ترن ادرش د دغه فلم په اړه ليکلي دي، چې ډېر په زړه پورې ليکل شوی دی، اداکاري پکې ښه شوې ده او له احساساتو او کومېډي ډک فلم دی، چې باید هر يو کس يې يو ځل وګوري.

د يادولو ده چې فلمي کره کتونکي وايي، چې ډېر ژر به دغه فلم دوه سوه کروړه يا دوه ميليارده هندي روپۍ هم ژر وګټي او د اکشی کمار او کرينه کپور خان يو بريالی فلم به وي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …