کورپاڼه / خپلواک / راشد خان بيګ باش کې هېټريک وکړ
راشد خان

راشد خان بيګ باش کې هېټريک وکړ

خپلواک وېبپاڼه (۸ جنوري ۲۰۲۰): راشد خان د ۲۰۲۰ کال پيل له خطرناکې توپ اچونې سره وکړ، هغه نن په بيګ باش ليګ کې درې لوبغاړي په درې پرلپسې توپونو وسوځول او د روان ليګ لومړنی هېټريک يې ترسره کړ.

د بيګ باش تجارتي ليګ کې نن د اډلايډ سټرايکرز او سډني سيکسرز ترمنځ لوبه ترسره شوه. د لوبې په پيل کې سډني سيکسرز پچه وګټله او لومړی يې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

اډلايډ سټرايکرز په ۱۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، چې له ډلې يې جېک ويدرالډ ۴۷ او لوبډلمشر الېکس کېري ۳۲ منډې وکړې، همدا راز راشد خان بيا کومه منډه ترلاسه نه کړه.

د سډني سيکسرز له لوري ټام کران ۴، بين دوارشیوس او لويډ پاپ ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۳۶ منډو هدف د سډني سيکسرز لوبډلې په ۱۸.۴ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۲ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري جېمز وينس ۲۷ او ټام کران ۲۱ منډې ترلاسه کړې.

د اډلايډ سټرايکرز له لوري راشد خان خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه چې د روان بيګ باش ليګ لومړنی هېټريک يې ترسره کړ، دا په عمومي ډول په بيګ باش سياليو کې پنځم هېټريک دی. راشد خان د درې پرلپسې لوبغاړو سوځولو تر څنګ ۱ ويکټ بل هم واخيسته او ټولې يې ۴ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ټام کران ته ورکړل شوه، چې نن يې په توپ اچونه او توپوهنه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …