کورپاڼه / خپلواک / د ټېسټ لوبو تازه درجه بندي، ځینې لوبغاړي مخته راغلي
د ټېسټ لوبو تازه درجه بندي

د ټېسټ لوبو تازه درجه بندي، ځینې لوبغاړي مخته راغلي

خپلواک وېبپاڼه (٨ جنوري ٢٠٢٠): د ټېسټ لوبو تازه درجه بندي د کرکټ نړېوالې شورا لخوا خپره شوه، یاده درجه بندۍ کې ځینو لوبغاړو ډېر ستر ګامونه اخیستي او ډېر مخته راغلي، او ځینې لوبغاړي بیا د درجه بندۍ ښکته شمېرو ته لاړ دي.

د هند کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي لا هم د نړۍ لومړی شمېره توپوهونکی دی، ويراټ دا ځل دا لومړی مقام د ډېر وخت لپاره ساتلی.

سټيو سميټ اسټرالیايي توپوهونکی دوهم مقام کې دی، د اسټرلیا بل تکړه او نامتو توپ وهونکی مارنوس لابېشين له ۵م مقام څخه ۳م مقام ته پورته شوی، مارنوس لږ وخت کې ډېر مينه وال پېدا کړل.

د نيوزيلېنډ لوبډلمشر کېن وېلیمسن بیا څلورم مقام کې دی، له دې مخکې وېلیمسن دریم توپوهونکی و، د هند چېتېشوار پوجارا هم پنځم مقام له ځان سره لري، خو دا درجه بندۍ کې تر ټولو ستر بدلون د بين سټوکس راتلل دي، سټوکس چې یو الراونډر دی، دا ځل یې د توپوهونکو درجه بندۍ کې هم ځان ځای کړی او لسم مقام یې خپل کړى.

د توپ اچونکو له اړخه د اسټرالیا لوبډلې پاټ کومنز لومړی، د نيوزيلېنډ نیل واګنر دویم او د وېسټ انډیز جېسن هولډر دریم مقام له ځان سره لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: عمران ناياب

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …