کورپاڼه / خپلواک / اسټرالیايۍ لوبډلې د هندۍ لوبډلې د ډارولو تکل کړی
D warner

اسټرالیايۍ لوبډلې د هندۍ لوبډلې د ډارولو تکل کړی

خپلواک وېبپاڼه (۹ جنوري ۲۰۲۰): اسټرالیا د روان زېږدیز کال د جنورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه له هند سره د پنځوس اوریزو لوبو لوبلړۍ پیلوي. یادې لوبې د هند ممبۍ ښار کې پیلېږي او په بنګلور کې به پای ته ورسېږي.

له لوبې مخکې د اسټرالیا مخکښو لوبغاړو بېلابېلې څرګندونې کړي او پر ځان ډېر ډاډه ښکاري. د اسټرالیا د ټېسټ لوبډلې کپتان ټېم پین ویلي: (( موږ له پخوا ښه دریځ کې یو، تېر ځل مو هند ته لوبې بایللې خو دا ځل یې ماتوو.))

د اسټرالیا د پنځوس اوریزو لوبو کپتان آرون فېنچ وایي: ((چمتو یو چې هند ته هند کې ماته ورکړو.)) د یادې لوبډلې یو بل لوبغاړی ډېوېډ وارنر هم وایي: ((دا به ډېره ښکلې صحنه وي، چې هند کې ولوبېږو او خپل هندي مینوال وګورو.)) د یادې لوبډلې يو بل لوبغاړی مارنوس لبېشین وایي: ((هند ډېر ښه توپ‌ اچوونکي لري، دا به سخته وي چې هلته هند کې دوی ته ماته ورکړو.))

د اسټرالیایۍ لوبډلې د لوبغاړو دې څرګندونو باندې هندي رسنیو بېلابېل غبرګونونه درلودل او د اسټرلیا پر دغو لوبغاړو، چې له هند سره لوبې یې اسانه او عادي ګڼلې وې، خورا ټوکې وشوې.

هند اوس مهال له سریلانکا سره په شل اوریز سیریز بوخت دی. د یاد سیریز لومړنۍ لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوې او دوهمه لوبه هم د هندۍ لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې ده. د یاد سیریز وروستۍ لوبه به جمعه ماښام پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …