کورپاڼه / خپلواک / ولسي جرګې د کرکټ بورډ عمومي رييس وستايه
د کرکټ بورډ مشر فرهان يوسفزى

ولسي جرګې د کرکټ بورډ عمومي رييس وستايه

خپلواک وېبپاڼه (٩ جنوري ٢٠٢٠): د ولسي جرګې ځينې غړو د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى وستايه او د هغه وروستيو لاسته راوړنې او فعاليتونه يې د ډاډ وړ وګڼل او هغه ته يې د اعزاز پګړۍ هم ور په سر کړه.

د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو کمېسيون مشر انجنير هلمند هلمند، ګل احمد کمين، حميد الدين يول راش او ګل زمان نايب نن د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې په يوه ناسته کې د کرکټ بورډ مشر وستايه. دوى په نړيواله کچه د افغان کرکټ لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او وې ويل چې دوى به تل د افغانستان د کرکټ د پرمختګ ملاتړ کوي او له هېوادوالو يې غوښتنه وکړه، چې د کرکټ د پرمختګ لپاره دې سره لاسونه ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ له فېسبوکپاڼې په خپاره شوي راپور کې ويل شوي دي، چې يادو وکيلانو وويل، چې د کرکټ ملي لوبغاړو ترمنځ وروستۍ راپورته شوې لانجې فرهان يوسفزي په ښه ډول سره ختمې کړې او په لوبډله کې شته ستونزې يې هوارې کړې، چې دى د نوموړي دغه ګامونه ستايي او همدا راز هيله يې څرګنده کړه، چې د فرهان يوسفزي په مشرۍ کې به کرکټ بورډ د لا ډېرو لاسته راوړنو شاهد وي.

په دغه ناسته کې د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي هم له ټولو مننه وکړه او هغوى ته يې وويل، چې ستاسې ستاينې زما کاري انرژي نوره هم زياته کړه. هغه همدا راز له دوى سره د وروستيو لاسته راوړنو، په اداره کې د روڼتيا رامنځته کولو او د راتلونکو پلانونو په هکله هم معلومات شريک کړل.

فرهان يوسفزي وويل چې د کرکټ بورډ اداره يوه ملي اداره ده او دې ادارې ته د هر افغان هيلې او اميدونه شته تر څو ترې خوشحاله خبرونه ترلاسه کړي دي.

هغه زياته کړه، چې هغه ژمن دى چې د تېر په څېر به په پوره صداقت او ايماندارۍ د افغانانو د خوشحالۍ او د هېواد د سرلوړۍ لپاره خدمت ته دوام ورکوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …