کورپاڼه / خپلواک / اجی دېوګن هندیانو ته: له پوهېدلو نه مخکې قضاوت مه کوئ
Ajay Devgan

اجی دېوګن هندیانو ته: له پوهېدلو نه مخکې قضاوت مه کوئ

خپلواک وېبپاڼه (۹ جنوري ۲۰۲۰): په هند کې د ښاریانو په اړه د نوي قانون پاس کول، د دغه هېواد مشلمان وګړي ننګولي دي او د دولت خلاف احتجاجونه یې شروع کړي دي. د دغو مسلمانو لاریون کوونکو په وینا، چې هند د هندوانو او هندي مسلمانانو ګډ کور دی او دولت نه شي کولای د دوی ترمنځ توپیري چلند وکړي.

د ممبي باليووډ توموتي ستوري اجي دېوګن له رسنیو سره په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي دي، چې د دولت له خوا د نوي ټاکل شوي قانون په خلاف کې لاریونونه او ننګونې بې ځایه دي او د دولت خلاف چټي سازشونه دي.

نوموړی وايي، چې د دولت له خوا د مسلمانو ښاریانو په اړه د نوي وضع شوي قانون په اصلي هدف څوک نه دي پوه او هسې له ځانه د دغه قانون د بد ښودلو پرېکړې او هڅې کوي. هغه وايي، موږ هندیان خورا اغېز منونکي خلک یو او د مسایلو په اړه لنډ قضاوت کوو او په مقابل کې یې احساساتي چلند غوره کوو.

نوموړی زیاتوي، چې هندیان باید لومړی د دولت له خوا د دغه نوي وضع شوي قانون په ماهیت ځان پوه کړي او له هغې وروسته خپلې پرېکړې او چلندونه اختیار کړي.

اجی دېوګن دا هم وايي، چې هندیان باید حساس اوسي او د دولت د پرېکړو په او کارونو په اړه له پوهېدلو نه مخکې غیر منطقي او عقديي چلند و نه کړي. د نوموړي په وینا، چې دوی باید تر هغې چوپ واوسي تر څو د دغه قانون په اړه رښتیا او دروغ نه وي معلوم شوي او له دغه قانون نه د دولت اصلي هدف نه وي په ډاګه شوی.

هندي دولت په دغه هېواد کې مسلمانانو ته د تابعیت نه ورکولو د قانون په وضع کولو سره د هندي مسلمانانو سخت غبرګونونه راپارولي، چې له امله یې د دغه هېواد په ګڼ شمېر ښارونو کې پراخ لاریونونه شروع شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …