کورپاڼه / خپلواک / عرفان خان لا هم په سرطان اخته دی
Irfan Khan

عرفان خان لا هم په سرطان اخته دی

خپلواک وېبپاڼه (۹ جنوري ۲۰۲۰): د بالیووډ نوموتي اداکار عرفان خان په ۲۰۱۷ کې د سرطان یا کېنسر ناروغي لرله، چې د زیاتو علاجونو او له هېواده بهر په نړیوالو روغتونونو کې له اوږدې مودې بسترېدو نه وروسته، په دې وتوانېده چې دغې مرګوني ناروغۍ ته ماته ورکړي او بېرته خپل عادي حالت ته راوګرځي.

نوموړي د سرطان په اخته کېدو سره سم خپل ټول هنري کارونه پرېښي وو او د خپل علاج لپاره په بهرنیو هېوادونو کې په ډاکټرانو ګرځېده. عرفان خان او مېرمنې یې د نوموړي د ناروغي په اړه وخت ناوخت په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړي د روغتیايي حالت په اړه معلومات شریکول او له مینوالو یې نوموړي ته د روغې سټې دعا غوښتله.

په ۲۰۱۹ کال کې چې کله عرفان خان د نیویارک په روغتونونو کې له اوږده بستر نه وروسته خپل هېواد ته راستون شو، نوموړي د انګلش مېډم فلم شوټېنګ پیل کړ، چې په دغه موده کې یې د ډاکټرانو په مشوره په خوراکونو کې پرهېز کاوه او دوامداره دارو یې هم خوړل.

کله چې د انګلش مېډم فلم د ثبتولو چارې پای ته ورسېدې نو عرفان خان غوښتل چې د بل فلم جوړول پیل کړي، خو په دغه دوران کې د نوموړي روغتیایي حالت یو ځل بیا خرابېږي. ډاکټرانو عرفان خان له کار کولو منع کړ او د یوه اوږده آرام توصیه یې ورته وکړه.

اوس نوموړي پرېکړه کړې ده، چې تر څو پوره روغ شوی نه وي، په فلمونو کې به کار شروع نه کړي.

عرفان خان ته نږدې سرچینې وايي، چې نوموړی شاید له ۶ تر ۸ مساشتو پورې اوږد استراحت وکړي او له هغې وروسته یو ځل بیا فلمي نړۍ ته راشي.

نوموړی اوس مهال له خپلې کورنۍ سره د نوي کال په رخصتیو په چکر وتلی دی او په راواپسۍ کې به هم د خپل صحت تر ښه کېدو پورې په کور کې استراحت وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …