کورپاڼه / خپلواک / د بامیانو تاریخي اثار د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي
Bamyan Old

د بامیانو تاریخي اثار د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي

خپلواک وېبپاڼه (۹ جنوري ۲۰۲۰): د بامیانو تاریخي ځایونه چې وخت ناوخت ورته زیان رسېدلی دی او د طالبانو له خوا په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د بودا د سترې مجسمې ړنګولو هم د دغې تاریخي سیمې ارزښت ته زیان رسولی دی. د طالبانو له خوا د بودا مجسمې ړنګولو نه وروسته د دغې سترې مجسمې پاتې شوني اوس د اقلیمي بدلونونو له وجې د ړنګېدو له ګواښ سره مخ دي.

په افغانستان کې د فرانسې هېواد د لرغون پېژندونکو یوې ډلې چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د بامیانو ولایت کې له کلونو راهیسې په څېړنوبوخت دي، د اقلیمي بدلونونو له وجې د دغه ولایت د تاریخي ځایونو د خرابېدو او له منځه د تلو خبر ورکوي او د افغانستان له دولته په دې اړه د لازمو اقداماتو غوښتنه کوي.

د فرانسوي لرغون پېژندونکو د دغې ډلې مشر فیلیپ مارکوس له فرانسپرس خبري آژانس سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې د بامیان ولایت لرغوني اثار چې د ځانګړي ارزښت نه برخمن دي، د اقلیمي بدلونونو له امله د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په بامیانو ولایت کې د څو کلونو وچکالۍ، د شدیدو بارانون، په لوړه کچه د واورو ورښت او په پسرلي کې د ډېرو واورو د ویلي کېدو له امله د دغه ولایت لرغوني اثار د خرابېدو او له منځه د تلو له ګواښ سره مخ دي.

د لرغون پېژندونکي فیلیپ مارکوس په وینا، لرغوني اثار د شدیدو طوفانونو او د سختو بارانونو له امله سولېږي، که چېرته توجه ورته و نه شي د خوندي کېدلو غم یې و نه خوړل شي، نو په اسانۍ سره به له منځه لاړ شي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بامیانو دغو لرغونو اثارو ته بې اندازې صدمه ورسېده، چې اوس مهال د دغو لرغونو اثارو یوازې وړې نښې پاتې دي، چې هغه هم د اقليمي بدلون له امله د ستر ګواښ سره مخ دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …