کورپاڼه / خپلواک / بيګ باش کې ظاهر د قېس احمد لوبډلې ته ماتې ورکړه
ظاهر خان او قېس احمد

بيګ باش کې ظاهر د قېس احمد لوبډلې ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٩ جنوري ٢٠٢٠): بيګ باش تجارتي ليګ کې نن د ظاهر خان او قېس احمد لوبډلې مخامخ شوې، که څه هم دواړو افغان توپ اچونکو ١-١ ويکټ ترلاسه کړه، خو د هوبارټ هوريکنز هدف د بريسبين لوبډلۍ په اسانۍ سره پوره کړ او د ظاهر خان لوبډلې بريا خپله کړه.

د بيګ باش تجارتي ليګ نننۍ لوبه کې هوبارټ هوريکنز د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هوبارټ هوريکنز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر ميتيو وېډ ٦١، توماس راجرز ١٧ او ناتن ايليس ١٣ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز قېس احمد يوازې په ٢ منډو وسوځېده.

د بريسبين هيټ له لوري جوش لالور ٣، بين لافلين ٢، ظاهر خان، مټ رينشاو او بين کټينګ ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٢٧ منډو هدف د بريسبين لوبډلې په اسانۍ سره په ١٨.٢ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٥ ويکټو يې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې ته ماته ورکړه. د دوى له لوري بين کټينګ ٤٣ ناسوځېدلې، مېکس برينټ ٢٨ او جيمي پيرسون ٢٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د هوبارټ هوريکنز له لوري سکاټ بولانډ ٣ او قېس احمد د ٣٤ منډو په بدل کې ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بين کټينګ ترلاسه کړه، چې نوموړي نه يوازې دا چې ١ ويکټ يې ترلاسه کړه، بلکې په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د يادولو ده چې دا د بيګ باش په روانو سياليو کې د بريسبين هيټ ٧مه لوبه وه چې ٤مه بريا يې پکې خپله کړه، همدا راز له نننۍ لوبې سره هوبارټ هوريکنز هم ٧ لوبې ترسره کړې چې په ٤ لوبو کې يې ماته خوړلې او په ٣ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده، د د ميلبورن سټارز او سډني سيکسرز لوبډلې بيا د ١٢-١٢ نومرو سره په اول او دويم مقام کې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …