کورپاڼه / خپلواک / اوټ که ناټ اوټ؟ بيګ باش ليګ کې يو کېچ باندې د خلکو بحث
بيګ باش تجارتي ليګ

اوټ که ناټ اوټ؟ بيګ باش ليګ کې يو کېچ باندې د خلکو بحث

خپلواک وېبپاڼه (٩ جنوري ٢٠٢٠): بيګ باش تجارتي ليګ کې د هوبارټ هوريکنز لوبډلې لوبډلمشر ميتيو ويډ په کېچ باندې خلکو بحثونه پيل کړي دي.

د معلوماتو تر مخه، د بيګ باش تجارتي ليګ په ٢٩مه لوبه کې د بريسبين هيټ او هوبارټ هوريکنز لوبډلې مخامخ وې، چې د بريسبين هيټ ميټ رينشا او ټام بنټن په ګډه يو کېچ ونيوه، چې اوس پرې په ټولنيزو رسنيو کې بحثونه روان دي.

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې ميټ رينشا له باونډرۍ نه بهر تلونکى توپ ونيوه، چې هغه د باونډرۍ په لور روان و او توپ يې پورته وغورځاوه، خو توپ يو ځل بيا په باونډرۍ کې لوېده، چې هغه د باونډرۍ له دننه په هوا کې پورته شو، توپ يې ونيوه او بهر يې وغورځاوه، چې له باونډرۍ بهر ټام بنټن ونيوه او د ميتيو ويډ پاڼۍ يې پاى ته ورسوله.


لوبڅار لومړى د ناټ اوټ پرېکړه وکړه، خو وروسته يې خپله پرېکړه بدله کړه او ميتيو ويډ يې سوځېدلى اعلان کړ، چې هغه له مېدان څخه بهر شو.

په دغه لوبه کې هوبارټ هوريکنز پچه ګټلې وه او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه کړې وه، چې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٦ منډې وکړې، د هوريکنز لوبډلمشر ميتيو ويډ په دغه ليګ کې لومړۍ لوبه کوله چې په ٤٦ توپونو يې ٦١ منډې وکړې.

د ميتيو ويډ پرته د هوبارټ هوريکنز لوبډلې نورو لوبغاړو داسې ښه توپوهنه ترسره نه کړه او درې لوبغاړي يې داسې و، چې تر ١٠ يې زياتې منډې ترلاسه کړې.

بريسبين هيټ د ١٢٧ منډو هدف په ١٨.٢ اورونو کې پوره کړ، چې بين کټينګ ٤٣ ناسوځېدلې منډې وکړې، برينټ بيا ٢٨ منډې ترلاسه کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …