کورپاڼه / خپلواک / اسټرالیایی ورو توپ اچوونکى د کرکټ نړيوالې شورا له بندېز سره مخ شو
کريس ګرين

اسټرالیایی ورو توپ اچوونکى د کرکټ نړيوالې شورا له بندېز سره مخ شو

خپلواک وېبپاڼه (٩ جنوري ٢٠٢٠): افریقا الاصله اسټرالیایی کرېس ګرین د کرکټ نړېوالې شورا د بندېز سره هغه وخت مخ شو، کله چې د روان بيګ باش په ۲۸مه لوبه کې د غېر قانوني انداز یا اېکشن په اړه یې د لوبې لوبڅارانو پرېکړه وکړه.

د یادې لوبې لوبڅارانو (مایک ګراهم سمېټ او پول وېلسن) د هغه د توپ اچوونې اکشن غېر قانوني وباله، کرېس ګرین د همدې زېږدیز کال له پیله له یو لړ ازماېښتونو سره مخ و، چې په لړ کې یې کرېس ګرین له درې میاشتيني بندېز سره مخ شو.

کرېس ګرین تر اوسه د اسټرالیا ملي لوبډلې لپاره لوبه نه ده کړې خو له دې مخکې ګڼو تجارتي لیګونو کې لوبېدلی، د اسټرالیا په بيګ باش کې له سډني تندر لوبډلې سره، د پاکستان شل اوریز سوپر لیګ سیالیو کې له ملتان سلطانز سره، د انګلستان په کاونټي له سوري لوبډلې سره، د وېسټ انډیز سي پي اېل کې له ګیانا امازون واریرز سره هم لوبېدلی.

د تېرې میاشتې پر ۱۹مې نېټې چې د هند غوره لیګ بولۍ وشوه، کرېس ګرین د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې سره یو ځای شو. د کلکتې لوبډلې کرېس ګرین په ۲۰ لکه هندي کلدارې واخیست.

له دې درې میاشتيني بندېز سره کرېس ګرین نه شي کولای چې راروان ای پي اېل کې ولوبېږي، له دې مخکې د نړۍ مخکښ لوبغاړي د غلط یا غېر قانوني ايکشن له امله د ای سي سي له خوا بندېز سره مخ شوي، د وېسټ انډیز ورو توپ اچوونکی سنیل نارېن، د پاکستان سید اجمل، د سریلانکا مرلي دهرن، د سریلانکا سچېترو سېننایکې او نور لوبغاړي چې تېز توپ اچوونکي دي، لکه د زېمبابوې براېن وېټوري د کرکټ نړېوالې شورا له اړخه له بند سره مخ شوي.

سید اجمل له دې امله چې ايکشن یې غېر قانوني و، د کرکټ نړيوالې شورا تر ازماېښت لاندې راوست او تر ننه بیا ډېر لږ ولوبېد. د پاکستان محمد حفیظ هم د کرکټ د نړيوالې شورا له خوا د څار لاندې راغی.

Loading...

ليکوال\خبريال: عمران ناياب

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …