کورپاڼه / خپلواک / نجیبه فیض: افغانان د غیرت په اصلي مانا نه پوهېږي
Najiba jan faiz

نجیبه فیض: افغانان د غیرت په اصلي مانا نه پوهېږي

خپلواک وېبپاڼه (۹ جنوري ۲۰۲۰): نجیبه فیض له بي بي سي پښتو سره په یوې مرکه کې وايي، چې افغانانو یوازې د غیرت کلمه اورېدلې، خو ډېر کم یې د دغې کلمې په اصلي مانا پوهېدلي او درک کړې یې ده. نوموړې وايي، چې اوس هم د ښځو تعلیم او په ټولنه کې د ښځو کار کول ګڼ شمېر افغانانو ته د بې غیرتۍ او له افغاني کلتوره وتلی کار ښکاري.

نوموړې وايي، چې اکثر د خپل نظر په څرګندولو سره د ګڼو نارینه وو له خوا په مستقیم او نامستقیم ډول ترتل شوې ده او سپکې سپورې پسې ویل شوي دي. د هغې په وینا، چې کله یې هم د خپلو همکارانو او یا بل چا له نظر سره خپل مخالفت ښودلی، نو د سپین سترګې په نوم یاده شوې او بد نظر ورته شوی. د هغې په نظر، افغانان ګرم نه دي، ځکه چې دغه خاصیت پکې له ماشومتوب راپیدا شوی دی، چې په لویینه د دغې خاصیت د مخنیوي چاره بیا سخنته وي.

نجیبه فیض وايي، چې اکثرو افغانانو په ماشومتوب کې د غیرت کلمه اورېدلې، خو زما په شمول يو هم د غيرت په اصلي مانا او اهميت نه پوهېږي. نوموړې زیاتوي، په افغاني ټولنه کې اوس هم خلکو ته دا بد ښکاري، چې ښځه دې په ټولنه کې دنده اجرا کړي یا دې موټر وچلوي او یا دې هم سوداګري وکړي.

نوموړې وايي، چې په ځينو سیمو کې اوس هم د غيرت په نامه د ښځو د تعلیم مخه دب کېږي. همدارنګه زموږ په ټولنه کې ښځو ته خپل هغه شرعي حقونه هم نه ورکول کېږي، کوم چې د هغې حق وي او اسلام ورکړي وي. هغه وايي، زموږ په ټولنه کې اوس هم ښځې نشي کولای چې په خپله خوښ ځان ته د ژوند ملګری وټاکي.

نوموړې وخت ناوخت د ځينو خلکو د نیوکو لاندې راځي، خو نوموړې وايي، دا ورسره له حوصلې نه کار اخلي او په وړاندې یې خاموشي اختیاروي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …