کورپاڼه / خپلواک / کومو لوبغاړو د هند غوره لیګ څخه ډېرې پیسې ګټلي؟
ګوتم ګمبير او ويراټ کوهلي

کومو لوبغاړو د هند غوره لیګ څخه ډېرې پیسې ګټلي؟

خپلواک وېبپاڼه (١٠ جنوري ٢٠٢٠): له کله چې شل اوریزې لوبې پیل شوې نو لومړیو کې یې ډېر پلویان او مینوال نه درلودل، د شل اوریزو لوبو لومړی نړيوال جام ۲۰۰۷م کال کې سویلي افریقا کې وشو، چې د هند کرکټ ملي لوبډلې وګاټه، له هغه وروسته په نړۍ کې د شل اوریزو لوبو مینوال زیات شول، چې د هند کرکټ بورډ د یو شل اوریز لیګ د جوړولو تکل وکړ، کال وروسته ۲۰۰۸م کې د IPL په نوم شل اوریز لیګ پیل کړ، د هند غوره لیګ لږ وخت کې ډېر مینوال وموندل، ۸ لوبډلو په لسګونه لوبغاړي واخیستل، د لوبغاړو بیې خورا لوړې وې او لا هم دي، خو کومو لوبغاړو له لومړیو تر اوسه ډېرې پیسې ګټلي؟

په لومړۍ مقام کې د هند لوبډلې پخوانی لوبډلمشر مهېندرا سينګ دهوني دی، دهوني له اوله تر اوسه له ای پي اېل څخه ۱۲۲،۸۰ کروړه هندۍ کلدارې ګټلي، دهوني له لومړیو په لوړه بیه د چېنای سوپر کېنګز لوبډلې سره و او په بېلابېلو بیو اخیستل شوى.

دویم مقام کې روهېت شرما دی، روهېت شرما له ۲۰۰۸م کال څخه تر اوسه ۱۱۶،۶۰ کروړه هندۍ کلدارې ګټلي، له هغه وروسته چې ممبۍ انډینز په ۲۰۱۲ کال کې خپل کپتان وټاکلو. په لوړې او ښې بیې تر ننه وپېرل شو او له یادې لوبډلې سره تر اوسه پاتې دى.

دریم ځای کې ویراټ کوهلي دی، شاید ټولو سره پوښتنه وي چې ویراټ ولې له روهېت څخه وروسته دی؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی چې روهېت د هند غوره لیګ په لومړیو درې کالو کې په لوړه بیه واخیستل شو، ویراټ کوهلي تر اوسه د ای پي اېل له درکه ۱۰۶ کروړه هندۍ کلدارې ګټلي، له ۲۰۱۱م کال راهېسې له بنګلور لوبډلې سره دی چې ډېرې پیسې له بنګلور لوبډلې اخیستي.

څلورم مقام کې ګوتم ګمبیر دی، ګوتم ګمبیر تر اوسه له IPL څخه ۹۴،۶ کروړه هندۍ کلدارې ګټلي.

همدا راز ای بي ډيويليرز ۸۲،۳۰ کروړه، شين واټسن ۷۳،۱۳ کروړه، روبېن اوتاپا ۷۲،۲ کروړه او سنيل ناراين بیا ۷۰،۲ کروړه هندۍ کلدارې ګټلي.

د هند تجارتي ليګ د کرکټ په برخه کې هغه ليګ دى، چې د ډېرو لوبغاړو ژوند يې بدل کړى دى او نه يوازې دا چې ډېرو لوبغاړو پکې ډېرې پېسې ترلاسه کړي، بلکې ډېرو نويو ځوانانو ته هم پکې چانس ورکړل شوى دى او هغوى بيا د نړۍ په کچه ځلېدلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …