کورپاڼه / خپلواک / د شين وارن د ټېسټ خولۍ تر ١ ميليون زياتو ډالرو باندې ليلام شوه
د شين وارن خولۍ

د شين وارن د ټېسټ خولۍ تر ١ ميليون زياتو ډالرو باندې ليلام شوه

خپلواک وېبپاڼه (١٠ جنوري ٢٠٢٠): د اسټراليا پخواني نامتو ورو توپ اچونکي شين وارن د ټېسټ خولۍ تر ١ ميليون زياتو ډالرو باندې ليلام شوه.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د اسټراليا د پخواني سپينر توپ اچونکي شين وارن د ټېسټ لوبو خولۍ په ١ ميليون، ٧ زره او ٥ سوه ډالرو باندې ليلام شوه.

شين وارن چې د اسټراليا لپاره يې په ١٤٥ ټېسټ لوبو کې ٧٠٨ ويکټې ترلاسه کړي دي، د هغه خولۍ په اسټراليا کې د لګېدلي اور لپاره د پېسو راغونډولو کمپاين ته ورکړې وه، چې هغوى ليلام کړه.

د شين وارن د ټېسټ خولۍ په ١ ميليون، ٧ زره او ٥ سوه امريکايي ډالر باندې ليلام شوه، له دغه ليلام نه ترلاسه شوې پېسې به نېغ په نېغه د اسټراليا د اور لپاره د پېسو راغونډولو صندوق ته ورکړل شي.

پخوانى اسټراليايى کرکټ شين وارن وايي، چې ليلامي زما له هيلو ډېره ښه او پورته وه.

د يادولو ده چې د اسټراليا په ځنګلونو کې په لويه کچه اور لګېدلى دى، چې تراوسه پورې پکې د ٢٧ کسانو په ګډون تر يو ميليارد پورې څاروي او مارغان له منځه تللي دي.

همدا راز د دغه اور لګېدلو له امله شاوخوا ٢٠٠٠ کورونه هم سوځېدلي دي او په زرګونو کسان خوندي سيمو ته لېږل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …